په څه ډول روژې سره خدای خوشحاليږي؟
عیسی مسیح وویل
پام کوئ چې د خپلې دیندارۍ کارونه د دې دپاره د خلکو په مخکې ونه کړئ چې نور یې وویني، که داسې وکړئ، نو د اسماني پلار له خوا به ستاسو دپاره هېڅ اجر نه وي. کله چې چاته خیرات ورکوئ، نو سرنی مه وهئ چې خلک پرې خبر شي لکه څنګه چې منافقان یې په کنیسو او کوڅو کې کوي، ترڅو خلک یې صفتونه وکړي. په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې هغوی خپل اجر تر لاسه کړی دی. خو کله چې خیرات ورکوئ، نو هغه داسې ورکړئ چې چپ لاس مو خبر نه شي چې ښي لاس مو څه کوي. نو خپل خیرات پټ ورکړئ بیا به ستاسو اسماني پلار چې په ټولو پټو رازونو باندې پوهیږي تاسو ته اجر درکړي
کله چې روژه نیسئ، نو د منافقانو په شان خپل ځانونه غمجن مه ښایئ، ځکه چې هغوی خپلې څېرې داسې بدلوي چې نور خلک یې وویني چې دوی روژه نیولې ده. په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې هغوی خپل اجر تر لاسه کړی دی. خو کله چې ته روژه نیسې، نو خپل سر غوړوه او خپل مخ دې وینځه، ترڅو نور خلک پوه نه شي چې تا روژه نیولې ده، یوازې ستا اسماني پلار به چې څوک یې لیدلی نه شي درباندې پوه شي او ستا اسماني پلار چې د پټو کارونو څخه خبر دی تاته اجر درکړي
خویندو او ورونو، خدای زړه ته ګوري که نه؟