د عیسی مسیح په اړه کیسې


د پاچا داود تخت به عیسی مسیح ته ورکړل شي (۱)

د الیزابت د امیدوارۍ په شپږمه میاشت خدای جبراییل فرښته د جلیل په ولایت کې د ناصریې په نوم یو ښار ته ولېږله، ترڅو یوې پېغلې ته چې د یوسف نومي سړي سره یې چې د داود پاچا د کورنۍ څخه ؤ کوژدن شوې وه، ورشي. د هغې پېغلې نوم مریم ؤ.  فرښته هغې ته راغله او ویې ویل: «سلام په تا چې ډېر فضل درباندې شوی دی، څښتن ستا سره مل دی.»  مریم د فرښتې په خبره ډېره وارخطا شوه او په فکر کې ډوبه شوه چې د دې خبرو معنی به څه وي.  فرښتې هغې ته وویل: «ای مریمې مه وېرېږه! خدای په تا مهربانه شوی دی.  ګوره، ته به امیدواره شې او زوی به دې وشي او د هغه نوم به عیسی کېږدې.  هغه به لوی شخصیت وي او د خدای تعالی د زوی په نوم به یاد شي. څښتن خدای به د هغه د نیکه داود تخت هغه ته ورکړي.  هغه به د تل دپاره د یعقوب په اولادې باندې پاچاهي کوي او د هغه پاچاهي به هېڅکله نه ختمیږي.»

مریم فرښتې ته وویل: «داسې څنګه کېدای شي؟ زه لا پېغله یم او تر اوسه واده شوې نه یم.» فرښتې ځواب ورکړ: «په تا به روح القدس نازل شي او د خدای تعالی قدرت به په تا باندې سیوری وکړي او له دې امله به هغه سپېڅلی ماشوم د خدای تعالی د زوی په نوم یاد شي. وګوره، ستا خپلوانه الیزابت به هم په زاړه عمر کې زوی راوړي. سره له دې چې هغې ته شنډه او بې اولاده ویل کېده، خو اوس شپږ میاشتې کیږي چې امیدواره ده. ځکه چې د خدای دپاره هېڅ کار ناشونی نه دی.» مریم وویل: «زه د څښتن خدمتګاره یم. تا چې څه وویل هماغسې دې وشي.» او فرښته ورڅخه لاړه.


ستاسو دپاره یو خلاصوونکی یا ژغورونکی زېږېدلی دی (۲)

۱په هغه وخت کې امپراتور اګوستوس د روم په ټوله امپراتورۍ کې د سرشمېرنې په خاطر یو فرمان جاري کړ. ۲دا لومړنۍ سرشمېرنه وه چې د سوریې د والي کرینوس په وخت کې وشوه. ۳هرڅوک خپل ښار ته لاړ چې خپل نوم ولیکي. ۴نو یوسف هم د جلیل د ناصرې د ښار څخه د یهودیې د ولایت د بیت لحم ښار ته چې د داود پاچا د زېږېدنې ځای ؤ لاړ، ځکه چې هغه د داود د کورنۍ څخه ؤ. ۵یوسف د مریم سره چې کوژدنه یې وه او امیدواره وه، د نوم لیکنې دپاره هلته لاړ. ۶او کله چې هغوی په بیت لحم کې وو د هغې د ماشوم د زېږېدلو وخت راورسېد. ۷هغې خپل لومړنی اولاد چې هلک ؤ، وزېږاوه. هغه یې په اورني کې تاو کړ او په آخور کې یې کېښود، ځکه چې په مسافرخانه کې د هغوی دپاره ځای نه ؤ.

۸په هغې سیمه کې څو شپانه وو چې په شاوخوا ځمکو کې اوسېدل او د شپې به یې په خپلو رمو باندې پام کاوه. ۹د څښتن فرښته هغوی ته ښکاره شوه او د څښتن د جلال رڼا په هغوی باندې وځلېدله. هغوی سخت ووېرېدل. ۱۰خو فرښتې هغوی ته وویل: «مه وېرېږئ، ما تاسو ته یو زېری راوړی چې د ټولو خلکو دپاره به یوه لویه خوشحالي وي. ۱۱همدا نن د داود په ښار کې ستاسو دپاره یو خلاصوونکی زېږېدلی دی چې هغه مسیح او څښتن دی. ۱۲او ستاسو دپاره به دا نښه وي چې یو ماشوم به پیدا کړئ چې په اورني کې به تاو شوی وي او په آخور کې به پروت وي.» ۱۳ناڅاپه د هغې فرښتې سره یو لوی اسماني لښکر راښکاره شو چې د خدای دا ثنا یې ویله:

۱۴«خدای ته دې وي جلال په لوړو اسمانونو کې

او سوله او سلامتي دې وي په ځمکه باندې

په هغو خلکو باندې چې ترې راضي دی هغه»

۱۵کله چې فرښتې هغوی پرېښودل او بېرته اسمان ته لاړې، نو شپنو یو بل ته سره وویل: «راځئ چې بیت لحم ته لاړ شو او هغه څه چې پېښ شوي دي او څښتن مونږ د هغې څخه خبر کړي یو، ووینو.» ۱۶نو هغوی په منډه لاړل، مریم او یوسف یې پیدا کړل او ویې لیدل چې ماشوم په آخور کې پروت دی. ۱۷کله چې شپنو هغه ماشوم ولید، نو څه چې یې د هغه په هکله اورېدلي وو، ټول یې خبر کړل. ۱۸هر چا چې د شپنو خبرې اورېدلې نو حیران پاتې کېدل. ۱۹خو مریم دا ټول شیان په خپل زړه کې ساتل او د هغو په هکله یې ډېر فکر کاوه. ۲۰شپانه بېرته لاړل او څه چې یې اورېدلي او لیدلي وو د هغې دپاره یې د خدای لویي بیانوله او ثنا یې ویله، ځکه دا هغه څه وو چې فرښتې هغوی ته ویلي وو.


د تعمید غسل ورکوونکي یحیی وعظ (۳)

۱په هغو ورځو کې تعمید غسل ورکوونکی یحیی راغی او د یهودیې په دښته کې یې وعظ کاوه او ویل یې: ۲«توبه وباسئ، ځکه چې اسماني پاچاهي نژدې ده.» ۳دا هغه څوک دی چې اشعیا نبي د هغه په هکله خبرې کړې او ویلي یې وو: یو څوک په دښته کې نارې وهي: «د څښتن دپاره لاره تیاره کړئ، لاره ورته سمه کړئ.»

۴یحیی داسې کالي اغوستل چې د اوښ د وړیو څخه جوړ شوي وو او د څرمنې کمربند به یې له ملا تړلو او ملخان او ځنګلي شات به یې خوراک ؤ. ۵خلک به د اورشلیم او ټولې یهودیې او د اردن سیند ته د نژدې سیمو څخه هغه ته راتلل. ۶هغوی به په خپلو ګناهونو اقرار کاوه او د اردن په سیند کې یې د یحیی په لاس د تعمید غسل اخیستلو.

۷خو کله چې یحیی ولیدل چې ډېر فریسیان او صدوقیان د تعمید غسل د اخیستلو دپاره راځي، نو هغوی ته یې وویل: «ای د مارانو بچیانو! تاسو ته چا خبرداری درکړی دی چې د راتلونکي غضب څخه وتښتئ؟ ۸نو بیا داسې کارونه وکړئ چې دا وښایي چې تاسو د ګناهونو نه توبه ویستلې ده. ۹د خپلو ځانونو سره داسې مه وایئ چې په مونږ به هېڅ هم نه کیږي، ځکه چې ابراهیم زمونږ نیکه دی. زه تاسو ته وایم چې خدای کولای شي د دې تیږو څخه هم ابراهیم ته اولادونه پیدا کړي. ۱۰همدا اوس د ونو بېخونو ته تبر نیول شوی دی او هره ونه چې ښه مېوه نه نیسي هغه به ووهل شي او په اور کې به واچول شي. ۱۱زه تاسو ته د توبې ویستلو په خاطر په اوبو باندې د تعمید غسل درکوم، خو زما څخه وروسته چې څوک راروان دی، هغه زما څخه ډېر زورور دی. زه د هغه د څپلیو د راپورته کولو لایق هم نه یم. هغه به تاسو ته په روح القدس او اور د تعمید غسل درکړي. ۱۲هغه خپله ښاخۍ په لاس کې نیولې ده او په هغې باندې به خپل درمند پاکوي. غنم به په ګودام کې ټولوي، خو بوس به په هغه اور کې سوځوي چې هېڅکله نه مړ کیږي.»

۱۳بیا عیسی د جلیل څخه د اردن سیند ته راغی ترڅو د یحیی په لاس د تعمید غسل واخلي. ۱۴یحیی کوښښ وکړ چې هغه د دې کار نه منع کړي او ورته ویې ویل: «زه باید ستا په لاس د تعمید غسل واخلم، خو ته ماته راځې؟» ۱۵خو عیسی په ځواب کې وویل: «پرېږده چې اوس همداسې وشي، ځکه چې دا زمونږ دپاره ښه ده چې د خدای رضا پوره کړو.» بیا یحیی ومنله. ۱۶او کله چې عیسی د تعمید غسل واخیست، نو سمدلاسه د اوبو څخه راووت. بیا د اسمان دروازه پرانیستل شوه او هغه د خدای روح ولیده چې د کوترې په شکل رانازل شو او په هغه باندې کښېناست. ۱۷بیا د اسمان څخه یو اواز راغی او ویې ویل: «دا زما ګران زوی دی چې زه ترې خوشحاله یم.»


عیسی مسیح د شیطان تر ازمایښت لاندې ؤ (۴)

۱عیسی چې د روح القدس څخه ډک ؤ، د اردن د سیند څخه راستون شو او هماغه روح هغه دښتې ته بوته ۲او په هغه ځای کې څلوېښت ورځې د شیطان تر ازمایښت لاندې ؤ. په هغو ورځو کې هغه هېڅ ونه خوړل او په پای کې ډېر وږی شو. ۳شیطان هغه ته وویل: «که ته د خدای زوی یې نو دې تیږې ته ووایه چې په ډوډۍ بدله شي.» ۴خو عیسی ځواب ورکړ: «د خدای په کلام کې لیکل شوي دي چې انسان یوازې په ډوډۍ باندې ژوندی نه دی.»

۵بیا شیطان هغه یو لوړ ځای ته بوته او د سترګو په رپ کې یې ورته د ټولې نړۍ پاچاهۍ وروښودلې. ۶شیطان هغه ته وویل: «زه به د دې ټولو واک او اختیار او د هغو شان او شوکت تاته درکړم، ځکه چې دا ماته راکړل شوي دي او هرچا ته چې زه وغواړم هغه ته یې ورکوم. ۷که چېرې ته ماته سجده وکړې نو دا ټول به ستا شي.» ۸عیسی په ځواب کې وویل: «د خدای په کلام کې لیکل شوي دي چې خپل څښتن خدای ته عبادت کوه او یوازې د هغه خدمت کوه.»

۹بیا شیطان هغه اورشلیم ته بوته او د خدای د کور په مناره یې ودراوه او ورته ویې ویل: «که چېرې ته د خدای زوی یې نو خپل ځان له دې ځایه ښکته وغورځوه. ۱۰ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي چې خدای به خپلو فرښتو ته حکم وکړي چې تا وساتي. ۱۱همدارنګه لیکل شوي دي چې هغوی به تا په خپلو لاسونو کې پورته کړي، ترڅو ستا پښه په تیږه ونه لګیږي.» ۱۲خو عیسی په ځواب کې وویل: «د خدای په کلام کې ویل شوي دي چې خپل څښتن خدای مه ازمایئ.» ۱۳کله چې شیطان ټولې وسوسې پای ته ورسولې، نو هغه یې د یو څه وخت دپاره پرېښود.


د عیسی مسیح لومړني شاګردان هغه پسې روانیږي (۵)

۳۵په بله ورځ یحیی بیا د خپلو دوه شاګردانو سره ولاړ ؤ، ۳۶کله چې هغه ولیدل چې عیسی له هغه ځای څخه تېریږي نو ویې ویل: «وګورئ، دا دی د خدای له خوا د قربانۍ وری!»

۳۷د یحیی دوو شاګردانو دا خبره واورېدله او عیسی پسې روان شول. ۳۸عیسی شاته وکتل او ویې لیدل چې هغوی هغه پسې روان دي نو پوښتنه یې ترې وکړه: «تاسو څه شي پسې ګرځئ؟» هغوی پوښتنه وکړه: «ربي ته چېرته اوسېږې؟» د ربي معنی استاذ.

۳۹عیسی وویل: «راشئ او وګورئ.» دا شاوخوا د ماسپښین څلور بجې وې نو هغوی د هغه سره لاړل او ویې لیدل چې هغه چېرته اوسېده او پاتې ورځ یې د هغه سره تېره کړه.

۴۰د هغو دوه تنو څخه چې د یحیی د خبرو له اورېدلو وروسته عیسی پسې روان شو، یو یې د شمعون پطروس ورور اندریاس ؤ. ۴۱اولنی کار چې هغه وکړ هغه دا ؤ چې هغه خپل ورور شمعون پیدا کړ او هغه ته یې وویل: «مونږ مسیح موندلی دی.» یعنې وعده شوی پاچا. ۴۲نو اندریاس شمعون عیسی ته راوست. عیسی هغه ته وکتل او ویې ویل: «ته د یوحنا زوی شمعون یې، خو له دې وروسته به ته د کیفا په نوم یادېږې.» (د کیفا معنی پطروس دی او پطروس د تیږې معنی ورکوي.)

۴۳بله ورځ عیسی دا پرېکړه وکړه چې جلیل ته لاړ شي. په لاره کې هغه فیلیپوس پیدا کړ او ورته یې وویل: «ما پسې راځه.» ۴۴فیلیپوس د اندریاس او پطروس په شان د بیت صیدا ؤ. ۴۵فیلیپوس نتناییل راپیدا کړ او ورته ویې ویل: «مونږ هغه کس پیدا کړ چې موسی د شریعت په کتاب کې لیکلي او همدارنګه پیغمبرانو هم د هغه په هکله لیکنې کړي دي. هغه عیسی دی چې د ناصرې د ښار څخه دی او د یوسف زوی دی.» ۴۶نتناییل د هغه نه پوښتنه وکړه: «ایا په ناصرې کې هم ښه شی پیدا کېدای شي؟» فیلیپوس ځواب ورکړ: «راشه او وګوره.»

۴۷کله چې عیسی ولیدل چې نتناییل د هغه خواته راروان دی نو د هغه په هکله یې وویل: «دا سړی اصلي اسراییلی دی او په هغه کې هېڅ کومه ټګي نشته.» ۴۸نتناییل پوښتنه وکړه: «ته ما څنګه پېژنې؟» عیسی ځواب ورکړ: «مخکې له دې چې فیلیپوس تاته غږ وکړي ماته ولیدلې چې د انځر د ونې لاندې وې.» ۴۹نتناییل وویل: «استاذه! ته د خدای زوی یې! ته د اسراییلو پاچا یې.» ۵۰عیسی وویل: «ایا تا په دې خاطر ایمان راوړ چې ما درته وویل چې ته مې د انځر د ونې لاندې ولیدلې؟ ته به د دې نه هم لوی لوی کارونه ووینې.» ۵۱بیا یې هغه ته وویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې تاسو به ووینئ چې اسمان به پرانیستل شي او د خدای فرښتې به د انسان د زوی په مرسته اسمان ته خېژي او راښکته کیږي.»


یو جذامي ته شفا ورکول کیږي (۶)

۱۲یوځل عیسی په یو ښار کې ؤ، هلته یو سړی ؤ چې د جذام په ناروغۍ اخته ؤ. کله چې هغه سړي عیسی ولید نو په پښو کې یې پرېوت او زارۍ یې ورته وکړې: «ای ښاغلیه‎! که چېرې ته وغواړې نو کولای شې چې ما پاک او روغ کړې.» ۱۳عیسی خپل لاس وراوږد کړ او په هغه باندې یې کېښود او ویې ویل: «هو، زه غواړم، پاک او روغ شه.» نو هغه ناروغي سمدلاسه ورڅخه لېرې شوه. ۱۴عیسی هغه ته امر وکړ: «په دې هکله هېچا ته څه ونه وایې، خو لاړ شه او کاهن ته خپل ځان وروښایه او کومه قرباني چې موسی یې حکم کړی دی وړاندې کړه، د دې دپاره چې خلکو ته ثابته شي چې ته پاک او روغ شوی یې.» ۱۵خو د عیسی په هکله خبر نور هم زیات خپور شو او ډېر خلک راغلل چې د هغه خبرې واوري او د خپلو ناروغیو څخه شفا ومومي. ۱۶خو هغه به ګوښه ځایونو ته تللو چې هلته دعا وکړي.


عیسی مسیح یو شل ته شفا ورکوي او د هغه ګناهونه بخښي (۷)

۱۷یوه ورځ کله چې عیسی تعلیم ورکاوه، ځینې فریسیان او د شریعت عالمان چې د جلیل د هر کلي، یهودیې او اورشلیم څخه راغلي وو، هلته ناست وو او عیسی د خدای په قدرت سره ناروغان روغول. ۱۸په دې وخت کې څو کسانو چې یو شل سړی یې په کټ کې راروان کړی ؤ، راغلل. هغوی هڅه کوله چې هغه دننه کور ته بوځي او د عیسی په مخکې یې کېږدي. ۱۹خو د ګڼې‌ګوڼې له امله یې لاره ونه موندله ترڅو هغه دننه بوځي. نو هغه شل سړی یې پاس بام ته پورته کړ، د پخو خښتو په منځ کې یې یو سوری جوړ کړ او هغه یې په کټ کې لاندې راښکته کړ او د ګڼې‌ګوڼې په منځ کې یې د عیسی په مخکې کېښود. ۲۰کله چې عیسی د هغوی ایمان ولید نو هغه سړي ته یې وویل: «وروره! ستا ګناهونه وبخښل شول.» ۲۱هغه وخت د شریعت عالمانو او فریسیانو یو له بله سره بحث پیل کړ: «دا سړی څوک دی چې کفر وایي؟ ایا بې له خدایه څوک کولای شي چې ګناهونه وبخښي؟» ۲۲عیسی د هغوی په خیالونو پوه شو او ورته ویې وویل: «تاسو ولې په خپلو زړونو کې داسې فکرونه کوئ؟ ۲۳ایا دا خبره اسانه ده چې وویل شي چې ستا ګناهونه وبخښل شول یا وویل شي چې پاڅېږه او وګرځه؟ ۲۴خو زه به تاسو ته ثابته کړم چې د انسان زوی د ځمکې په مخ دا اختیار لري چې ګناهونه وبخښي.» نو هغه شل سړي ته یې وویل: «زه تاته وایم پاڅېږه، کټ دې واخله او خپل کور ته لاړ شه.» ۲۵نو سمدلاسه هغه سړی د ټولو خلکو په مخکې پاڅېد، خپل کټ یې چې ورباندې پروت ؤ واخیست او په داسې حال کې چې د خدای ثنا یې ویله، خپل کور ته روان شو. ۲۶هغوی ټول حیران پاتې شول، وېرې واخیستل او د خدای ثنا او صفت یې کاوه او ویل یې: «مونږ نن څه حیرانوونکي شیان ولیدل.»


عیسی لاوي خپل شاګرد ټاکي (۸)

۲۷له هغې وروسته عیسی دباندې ووت او د لاوي په نوم یو مالیه ټولوونکی یې ولید چې د مالیې راټولولو په ځای کې ناست ؤ. عیسی هغه ته وویل: «ما پسې راځه.» ۲۸لاوي راپاڅېد، هرڅه یې پرېښودل او د هغه پسې روان شو. ۲۹بیا لاوي په خپل کور کې د عیسی دپاره یوه لویه مېلمستیا جوړه کړه او په مېلمنو کې زیات شمېر مالیه ټولوونکي او نور خلک هم وو. ۳۰خو ځینو فریسیانو او د شریعت عالمان چې د هغوی د ډلې څخه وو د عیسی په شاګردانو اعتراض وکړ او پوښتنه یې وکړه: «تاسو ولې د مالیه ټولوونکو او نورو ګناهکارانو سره یوځای خورئ او څښئ؟» ۳۱عیسی ورته په ځواب کې وویل: «روغ خلک ډاکتر ته اړتیا نه لري، بلکې ناروغان ورته اړتیا لري. ۳۲زه د پرهېزګارانو دپاره نه یم راغلی بلکې د ګناهکارانو دپاره، ترڅو هغوی توبه وباسي.»


د غره په سر باندې وعظ (۹)

۱کله چې عیسی د خلکو ګڼه ګوڼه ولیدله، نو غره ته وخوت او هلته کښېناست. شاګردان یې ورته راغلل. ۲او هغوی ته یې تعلیم ورکول پیل کړ او ویې ویل:

۳«بختور دي هغه خلک چې په روحاني توګه غریبان دي،

ځکه چې اسماني پاچاهي د هغوی ده.

۴بختور دي هغه خلک چې اوس غمجن دي،

ځکه چې هغوی به تسلي ومومي.

۵بختور دي هغه خلک چې عاجزان دي،

ځکه چې هغوی به د ځمکې وارثان شي.

۶بختور دي هغه خلک چې د خدای د رضا د پوره کولو

وږي او تږي دي،

ځکه چې هغوی به ماړه شي.

۷بختور دي هغه خلک چې په نورو باندې رحم کوي،

ځکه چې په هغوی به رحم وشي.

۸بختور دي هغه خلک چې زړونه یې پاک دي،

ځکه چې هغوی به خدای وویني.

۹بختور دي هغه خلک چې سوله راوستونکي دي،

ځکه چې هغوی به د خدای زامن وبلل شي.

۱۰بختور دي هغه خلک چې د خدای د رضا د پوره کولو

په خاطر ځورول کیږي،

ځکه چې اسماني پاچاهي د هغوی ده.

۱۱بختور یئ تاسو چې زما په خاطر خلک درته ښکنځل کوي، ځوروي مو او ستاسو په هکله داسې بدې خبرې کوي چې هغه دروغ وي. ۱۲خوښ او خوشحاله اوسئ، ځکه چې په اسمان کې ستاسو دپاره لوی اجر دی. ستاسو څخه مخکې هم هغوی په همدې ډول پیغمبران ځورولي وو.


د دعا په هکله تعلیم (۱۰)

۵کله چې دعا کوئ، نو د منافقانو په شان مه اوسئ. هغوی دا خوښوي چې په کنیسو او د کوڅو په غاړه ودریږي او دعا وکړي، ترڅو خلک هغوی وویني. په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې هغوی خپل اجر ترلاسه کړی دی. ۶خو کله چې تاسو دعا کوئ، نو خپلې کوټې ته ننوځئ، دروازه بنده کړئ او د خپل نه لیدونکي اسماني پلار په حضور کې دعا وکړئ او ستاسو اسماني پلار چې په ټولو پټو رازونو باندې پوهیږي تاسو ته به اجر درکړي.

۷تاسو په خپلو دعاګانو کې د کافرانو په شان بې معنی کلیمې مه تکراروئ. هغوی فکر کوي چې د دوی دا اوږدې اوږدې دعاګانې به قبولې شي. ۸د هغوی په شان مه کېږئ، ځکه چې ستاسو پلار د مخکې نه ستاسو د اړتیاوو څخه چې تاسو ورته سوال کوئ، خبر دی. ۹نو بیا داسې دعا وکړئ:

‹ای زمونږ اسماني پلاره،

ستا نوم دې پاک وي،

۱۰ستا پاچاهي دې راشي.

ستا اراده دې په ځمکه هم پوره شي

لکه څنګه چې په اسمان کې پوره کیږي.

۱۱مونږ ته خپل ورځنی رزق همدا نن راکړه.

۱۲زمونږ ګناهونه وبخښه،

لکه څنګه چې مونږ هم هغه خلک بخښو

چې زمونږ په وړاندې ګناه کوي.

۱۳مونږ په ازمایښت کې مه اچوه، خو مونږ د شیطان د بدۍ نه وساته،

[ځکه چې پاچاهي، قدرت او لویي به تل ترتله ستا وي. امین.]›

۱۴که چېرې تاسو هغه خلک وبخښئ چې ستاسو په وړاندې یې ګناه کړې ده، نو ستاسو اسماني پلار به هم تاسو وبخښي. ۱۵خو که چېرې تاسو د نورو ګناهونه ونه بخښئ، نو ستاسو اسماني پلار به هم ستاسو ګناهونه ونه بخښي.


عیسی له لېرې څخه حکم کوي او ناروغ نوکر روغیږي (۱۱)

۱کله چې عیسی خلکو ته خپلې ټولې خبرې وکړې نو کپرناحوم ته لاړ. ۲هلته یو رومي منصبدار ؤ او یو نوکر یې درلود چې په هغه ډېر ګران ؤ. هغه نوکر ناروغ ؤ او مرګ ته نژدې ؤ. ۳کله چې هغه منصبدار د عیسی په هکله واورېدل، نو یو څو یهودي مشران یې ورولېږل، ترڅو د هغه څخه وغواړي چې راشي او نوکر یې روغ کړي. ۴هغوی عیسی ته راغلل او سختې زارۍ یې ورته وکړې او ورته ویې ویل: «دا سړی په رښتیا د دې وړ دی چې مرسته ورسره وکړې، ۵ځکه چې هغه زمونږ د خلکو سره مینه لري او مونږ ته یې کنیسه هم جوړه کړې ده.» ۶نو عیسی د هغوی سره لاړ. خو کله چې د هغه کور ته نژدې شو نو هغه منصبدار خپل څو ملګري ورولېږل چې هغه ته ووایي: «ښاغلیه! خپل ځان دې مه په تکلیفوه، زه د دې لایق نه یم چې زما کور ته راشې ۷او دا مې هم غوره ونه ګڼله چې خپله تاسو ته راشم. ته یوازې حکم وکړه، نو زما نوکر به روغ شي. ۸ځکه چې زه هم د بل د امر لاندې یم او عسکر زما د امر لاندې دي. کله چې کوم یو ته ووایم چې لاړ شه، نو هغه ځي او بل ته ووایم راشه، نو راځي او خپل نوکر ته ووایم چې دا کار وکړه، نو هغه یې کوي.» ۹کله چې عیسی دا واورېدل نو حیران شو او خلکو ته یې چې ورپسې روان وو، مخ راواړاوه او ویې ویل: «زه تاسو ته وایم چې ما په اسراییلو کې هم داسې ایمان نه دی لیدلی.» ۱۰کله چې لېږل شوي کسان بېرته کور ته راستانه شول، نو هغه نوکر یې روغ رمټ ولید.


مړی راژوندی کیږي (۱۲)

۱۱بله ورځ عیسی د خپلو شاګردانو او د خلکو د یوې لویې ډلې سره نایین نومي ښار ته لاړ. ۱۲کله چې د ښار دروازې ته نژدې شو، نو یوه جنازه یې ولیدله چې راووتله. دا مړی د یوې کونډې ښځې ‎یوازېنی زوی ؤ او د هغې سره د ښار ګڼ شمېر خلک ملګري وو. ۱۳کله چې عیسی هغه ښځه ولیدله، نو زړه یې ورباندې وسوځېده او ورته ویې ویل: «نوره مه ژاړه.» ۱۴بیا هغه وروړاندې شو او په تابوت باندې یې لاس کېښود او کومو خلکو چې تابوت وړلو، ودرېدل. عیسی وویل: «ای ځوانه! تاته وایم راپاڅېږه.» ۱۵هغه مړی کښېناست او په خبرو یې پیل وکړ او عیسی هغه بېرته خپلې مور ته وسپاره. ۱۶هغوی ټول وېرې واخیستل او د خدای ثنا یې وویله او ویې ویل: «په مونږ کې یو لوی پیغمبر پیدا شوی دی. خدای راغلی چې د خپل قوم سره مرسته وکړي.» ۱۷عیسی چې څه کړي وو د هغو خبر په ټولې یهودیې او شاوخوا سیمو کې خپور شو.


عیسی مسیح د فریسي شمعون په کور کې (۱۳)

۳۶یو فریسي عیسی ته بلنه ورکړه چې د هغه سره ډوډۍ وخوري، نو عیسی د هغه کور ته ورغی او د هغه سره دسترخوان ته کښېناست. ۳۷په هغه ښار کې یوه بدکاره ښځه اوسېدله. هغه خبره شوه چې عیسی د هغه فریسي په کور کې ډوډۍ خوري، نو د عطرو څخه ډک د مرمرو د بوتل سره راغله. ۳۸هغه ښځه د عیسی شاته د هغه د پښو سره ودرېدله او ژړل یې. د هغې اوښکې د عیسی په پښو باندې توی شوې او هغه لمدې شوې. ښځې هغه په خپلو ویښتانو باندې وچې کړلې، د هغه پښې یې ښکل کړې او عطر یې ورباندې واچول. ۳۹کله چې هغه فریسي چې عیسی یې مېلمه کړی ؤ دا ولیدل، نو د خپل ځان سره یې وویل: «که چېرې دا سړی په رښتیا پیغمبر وای نو هغه باید په دې پوه شوی وای چې دا ښځه چې هغه ته لاس وروړي، څوک ده او څنګه ښځه ده. هغه یوه ګناهکاره ښځه ده.»

۴۰نو عیسی هغه فریسي ته وویل: «ای شمعونه! زه غواړم تاته یو څه ووایم.» هغه وویل: «ښه استاذه! ووایه.» ۴۱عیسی وویل: «دوه کسانو د یو چا څخه پور اخیستی ؤ، د هغو څخه یو یې پنځه سوه د سپینو زرو سکې پوروړی ؤ او بل یې پنځوس سکې. ۴۲هغوی دواړو هېڅ نه لرل چې خپل پور ورکړي، نو پور ورکوونکي هغو دواړو ته خپل پورونه وروبخښل. نو اوس په دې دواړو کې به کوم یو د هغه سره زیاته مینه وکړي؟» ۴۳شمعون په ځواب کې وویل: «زما په خیال کوم سړي ته چې زیات پور وبخښل شو.» عیسی وویل: «تا سم قضاوت وکړ.» ۴۴بیا یې ښځې ته مخ راواړاوه او شمعون ته یې وویل: «دا ښځه وینې؟ زه ستا کور ته راغلم خو تا زما د پښو دپاره اوبه رانه وړلې، خو هغې په خپلو اوښکو باندې زما پښې ووینځلې او په خپلو ویښتانو یې وچې کړلې. ۴۵تا زه ښکل نه کړم، خو د کوم وخت نه چې زه دلته راغلی یم دا ښځه لګیا ده زما پښې ښکلوي. ۴۶تا زما سر په تېلو غوړ نه کړ، خو هغې زما په پښو عطر واچول. ۴۷نو زه تاته وایم چې هغې زما سره ډېره مینه وښودله، ځکه چې د هغې ډېر ګناهونه وبخښل شول. خو د چا چې لږ بخښل شوي هغه لږه مینه کوي.» ۴۸بیا عیسی هغې ښځې ته وویل: «ستا ګناهونه وبخښل شول.» ۴۹دسترخوان ته نورو ناستو مېلمنو په خپلو کې سره وویل: «دا څوک دی چې حتی ګناهونه هم بخښي؟» ۵۰خو عیسی هغې ښځې ته وویل: «ته خپل ایمان وژغورلې. په خیر لاړه شه.»


د دهقان مثال (۱۴)

۴خلک به د یو ښار او بل ښار څخه عیسی ته راتلل او کله چې ګڼ شمېر خلک سره راټول شول نو هغه ورته دا مثال راوړ: ۵«یو دهقان د تخم شیندلو دپاره پټي ته لاړ. کله یې چې تخم وشینده، نو یو څه یې په لاره کې ولوېد، هغه تر پښو لاندې شو او مرغانو وخوړ. ۶څه تخم په تیږو کې ولوېد او کله چې راشین شو نو د لمدبل د کموالي له امله هغه زر وچ شو. ۷څه تخم په اغزو کې ولوېد او اغزي ورسره لوی شول او بوټي یې لاندې کړل. ۸نور تخم په حاصلخیزه خاوره کې ولوېد. هغه راشین شو او سل چنده زیات حاصل یې ورکړ.»

کله چې عیسی خپلې خبرې پای ته ورسولې، نو په لوړ اواز یې وویل: «که څوک غوږونه لري، نو هغه دې واوري.»

۹کله چې د عیسی شاګردانو پوښتنه وکړه چې د دې مثال معنی څه ده، ۱۰هغه ځواب ورکړ: «تاسو ته د خدای د پاچاهۍ په پټو رازونو د پوهېدلو دپاره پوهه درکړل شوې ده، خو نورو ته دا هرڅه په مثالونو کې ویل کیږي ترڅو:

‹هغوی ګوري خو هېڅ ونه ویني،

اوري خو هېڅ ورباندې پوه نه شي.›

۱۱د دې مثال معنی دا ده: تخم د خدای کلام دی. ۱۲هغه تخم چې په لاره کې لویږي دا هغه خلک دي چې کلام اوري، خو شیطان راځي او کلام د هغوی د زړونو څخه وړي، ترڅو هغوی ایمان رانه وړي او خلاصون ونه مومي. ۱۳کوم تخم چې په تیږو کې لویږي دا هغه خلک دي چې په خوشحالۍ سره کلام اوري او مني یې. خو کلام په هغوی کې ریښې نه وي نیولې. هغوی د یو څه مودې دپاره ایمان راوړي، خو د ازمایښت په وخت کې یې له لاسه ورکوي. ۱۴هغه تخم چې په اغزو کې لوېدلی دی، هغه خلک دي چې کلام اوري خو د ژوند اندېښنې، شتمني او د ژوند غوښتنې د هغه د ودې مخه نیسي او مېوه یې هېڅکله نه پخیږي. ۱۵خو کوم تخم چې په ښې خاورې کې لویږي دا هغه خلک دي چې کلام اوري او په خپل صادق او ښه زړه کې یې ساتي او په صبر سره مېوه ورکوي.

۱۶هېڅوک داسې نه کوي چې څراغ بل کړي او هغه د لوښي لاندې پټ کړي او یا یې د کټ لاندې کېږدي، بلکې هغه په څراغدان باندې ږدي چې هرڅوک راننوځي او د هغه رڼا وویني. ۱۷ځکه هېڅ داسې پټ شی نشته چې ښکاره به نه شي او نه داسې پټ راز شته چې څرګند به نه شي. ۱۸نو پام کوئ چې څنګه یې اورئ، ځکه څوک چې څه ولري نو هغه ته به نور هم ورکړل شي، خو هغه څوک چې څه نه لري حتی که د هغه په ګومان کوم څه چې لري هغه به هم ترې واخیستل شي.»


عیسی باد او د اوبو څپو ته حکم او امر کوي (۱۵)

۲۲یوه ورځ عیسی د خپلو شاګردانو سره په کشتۍ کې سپور شو او هغوی ته یې وویل: «راځئ چې د دریاب بلې غاړې ته لاړ شو.» نو هغوی روان شول. ۲۳کله چې هغوی په کشتۍ کې روان وو نو عیسی ویده شو. په دې وخت کې ناڅاپه په دریاب کې سخت باد راوالوت او کشتۍ د اوبو څخه په ډکېدلو شوه او هغوی د یو لوی خطر سره مخامخ وو. ۲۴شاګردان عیسی ته ورغلل، هغه یې راویښ کړ او ورته ویې ویل: «استاذه! استاذه! مونږ ډوبیږو.» عیسی راویښ شو او باد او د اوبو څپو ته یې حکم وکړ، توفان ودرېده او هرڅه ارام شول. ۲۵بیا هغه خپلو شاګردانو ته وویل: «ستاسو ایمان څه شو؟» خو هغوی په وېره او حیرانتیا سره یو بل ته وویل: «دا سړی څوک دی چې حتی باد او اوبو ته امر کوي او هغوی یې مني؟»


عیسی مسیح پېریانو نیولي سړي ته شفا ورکوي (۱۶)

۲۶بیا عیسی د خپلو شاګردانو سره د جدریانو سیمې ته چې د جلیل ولایت ته مخامخ دی، ورسېده. ۲۷څنګه چې عیسی د کشتۍ څخه راښکته شو، نو د هغه ښار د یو سړي سره چې پېریانو نیولی ؤ، مخامخ شو. زیاته موده کېدله چې هغه لوڅ ګرځېده او په کور کې نه اوسېده، بلکې په هدیره کې اوسېده. ۲۸کله چې هغه عیسی ولید، نو چیغې یې ووهلې او د هغه په پښو کې پرېوت او په لوړ اواز یې وویل: «ای عیسی، ای د خدای تعالی زویه! زما سره څه کار لرې؟ زه تاته زاري کوم، ما مه په عذابوه.» ۲۹هغه ځکه داسې وویل چې عیسی پېریانو ته امر کړی ؤ چې د هغه سړي څخه راووځي. هغه سړی څو څو ځلې پېریانو نیولی ؤ. خلکو به د هغه لاسونه او پښې په زنځیرونو تړلې او ځولنې به یې ورته اچولې، خو هغه به یې ماتول او پېریانو به هغه دښتې ته بیولو. ۳۰عیسی د هغه څخه پوښتنه وکړه: «ستا نوم څه دی؟» هغه ځواب ورکړ: «زما نوم لښکر دی.» ځکه چې په هغه کې ډېر پېریان وو. ۳۱پېریانو عیسی ته زارۍ وکړې چې هغوی د ځمکې تل ته ونه لېږي. ۳۲هلته نژدې د خوګانو یوه لویه رمه وه چې په یوې غونډۍ باندې څرېدله. نو پېریانو عیسی ته زاري وکړه چې دوی ته اجازه ورکړي چې په خوګانو کې ننوځي، نو هغه ورته اجازه ورکړه. ۳۳بیا پېریان د هغه سړي څخه ووتل او په خوګانو کې ورننوتل. ټوله رمه په منډه د کمر څخه ښکته دریاب ته ولوېدله او ډوبه شوه.

۳۴کله چې د خوګانو ساتونکو دا پېښه ولیدله نو وتښتېدل او دا خبر یې ښار او بانډو ته ورساوه. ۳۵خلک د دې پېښې د لیدلو دپاره دباندې راووتل. کله چې هغوی عیسی ته راغلل نو هغه سړی یې ولید چې پېریان ورڅخه وتلي وو. هغه د عیسی پښو ته ناست ؤ، کالي یې اغوستي وو او بېرته خپل عادي حالت ته راغلی ؤ، نو هغوی ووېرېدل. ۳۶کومو خلکو چې دا پېښه لیدلې وه هغوی نورو ته وویل چې دا سړی چې پېریانو نیولی ؤ څنګه روغ شو. ۳۷بیا د جدریان د شاوخوا سیمو ټولو خلکو د عیسی څخه وغوښتل چې له هغه ځای څخه لاړ شي، ځکه چې هغوی ډېر وېرېدلي وو. نو عیسی په کشتۍ کې سپور شو چې د دریاب بلې غاړې ته لاړ شي. ۳۸بیا هغه سړي چې پېریان ورڅخه وتلي وو عیسی ته زاري وکړه چې اجازه ورته ورکړي د هغه سره لاړ شي، خو عیسی هغه رخصت کړ او ورته ویې ویل: ۳۹«بېرته خپل کور ته لاړ شه او هغه څه چې خدای ستا دپاره کړي دي هغه ټولو ته ووایه.» هغه سړی په ټول ښار کې وګرځېد او عیسی چې د هغه دپاره څه کړي وو هغه یې خلکو ته بیان کړل.


عیسی مسیح یوې ښځې ته شفا ورکوي او یوه مړه انجلۍ راژوندي کوي (۱۷)

کله چې عیسی بېرته راستون شو، نو خلکو ورته تود هرکلی ووایه، ځکه چې هغوی ټول ورته په انتظار وو. ۴۱بیا یو سړی چې یایروس نومېده او د یوې کنیسې مشر ؤ، راغی او د عیسی په پښو کې پرېوت او زاري یې ورته وکړه چې د هغه سره کور ته لاړ شي، ۴۲ځکه چې د هغه یوازېنۍ لور چې دولس کلنه وه د مرګ په حالت کې پرته وه.

کله چې عیسی په لاره روان ؤ، خلکو د هرې خوا ورباندې زور راوړ. ۴۳د هغوی په منځ کې یوه ښځه وه چې د دولسو کالو راهیسې ورڅخه وینه بهېدله. هغې خپلې ټولې پیسې په ډاکترانو لګولې وې، خو هېچا د هغې علاج نه شو کولای. ۴۴هغه د شا له خوا راغله او د عیسی چپنې ته یې لاس وروړ او سمدلاسه یې وینه ودرېدله. ۴۵عیسی پوښتنه وکړه: «چا ماته لاس راوړ؟» ټول منکر شول خو پطروس وویل: «استاذه! ټول خلک درڅخه راتاو دي او د هرې خوا درباندې زور راوړي.» ۴۶خو عیسی وویل: «کوم چا راته لاس راوړ، ځکه زه پوه شوم چې زما څخه یو قوت ووت.» ۴۷کله چې هغه ښځه پوه شوه چې پټه نه شي پاتې کېدلی نو په رېږدېدو شوه، راغله او د عیسی په پښو کې پرېوتله او د ټولو په مخکې یې وویل چې ولې یې هغه ته لاس وروړ او څنګه سمدلاسه روغه شوه. ۴۸عیسی هغې ته وویل: «لورې! ته خپل ایمان روغه کړې. په خیر لاړه شې.»

۴۹عیسی لا خبرې کولې چې د کنیسې د مشر له کوره یو سړی راغی او یایروس ته یې وویل: «ستا لور مړه شوه، استاذ ته نور تکلیف مه ورکوه.» ۵۰خو کله چې عیسی دا خبره واورېده، نو یایروس ته یې وویل: «مه وېرېږه، یوازې ایمان ولره او هغه به راژوندۍ شي.» ۵۱کله چې عیسی د یایروس کور ته ننوت نو هغه پرته له پطروس، یوحنا، یعقوب او د هغې انجلۍ د مور او پلاره بل هېچا ته اجازه ورنه کړه چې دننه ورسره لاړ شي. ۵۲ټولو د هغې انجلۍ دپاره ژړا او انګولا کوله. خو عیسی وویل: «مه ژاړئ، هغه مړه نه ده، هغه خو ویده ده.» ۵۳هغوی ټولو په هغه پورې وخندل، ځکه هغوی ښه پوهېدل چې هغه مړه ده. ۵۴خو عیسی هغه انجلۍ له لاسه ونیوله او ورته نارې یې کړې: «ای انجلۍ! راپاڅېږه.» ۵۵هغه بېرته راژوندۍ شوه او سمدلاسه راپاڅېدله. عیسی هغوی ته امر وکړ چې هغې ته یو څه ورکړئ چې ویې خوري. ۵۶د هغې مور او پلار ډېر حیران شول، خو عیسی هغوی ته امر وکړ چې د دې پېښې په هکله چاته څه ونه وایي.


پنځه ډوډۍ او دوه ماهيان د پنځو زرو کسانو لپاره (۱۸)

۱۰کله چې رسولان بېرته راغلل، نو کوم کارونه چې هغوی کړي وو هغه یې عیسی ته بیان کړل. عیسی هغوی د ځان سره واخیستل او د بیت‌صیدا په نوم ښار ته یوازې لاړل. ۱۱خو خلک خبر شول او ورپسې لاړل. عیسی هغوی ته هرکلی ووایه، د هغوی سره یې د خدای د پاچاهۍ په هکله خبرې وکړې او هغو خلکو ته یې شفا ورکړه چې روغتیا ته یې اړتیا درلوده. ۱۲کله چې مازدیګر شو، نو هغه دولس شاګردان عیسی ته راغلل او ورته ویې ویل: «دا خلک رخصت کړه چې کلیو او شاوخوا بانډو ته لاړ شي چې ځانونو ته خواړه او د شپې تېرولو دپاره ځای پیدا کړي. دلته هېڅ شی نشته او دا ځای د دښتې په شان دی.» ۱۳خو عیسی هغوی ته وویل: «تاسو خپله هغوی ته څه ورکړئ چې ویې خوري.» هغوی وویل: «مونږ سره یوازې پنځه ډوډۍ او دوه ماهيان دي، نور هېڅ هم نشته. ایا تاسو غواړئ چې مونږ خپله لاړ شو او دې ټولو خلکو ته خواړه واخلو.» ۱۴(هلته شاوخوا پنځه زره سړي وو.) عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «هغوی پنځوس پنځوس تنه کښېنوئ.» ۱۵شاګردانو همداسې وکړل او ټول یې کښېنول. ۱۶عیسی هغه پنځه ډوډۍ او دوه ماهيان راواخیستل، پورته اسمان ته یې وکتل او د خدای شکر یې وویست. بیا هغه ډوډۍ ماتې کړې او خپلو شاګردانو ته یې ورکړې چې د خلکو په مخ کې یې کېږدي. ۱۷هغوی ټولو وخوړل او ماړه شول او د ډوډۍ کومې ټوټې چې پاتې شوې شاګردانو هغه راټولې کړې او د هغو څخه دولس ټوکرۍ ډکې شوې.


عيسى مسیح د ژوندون ډوډۍ ده (۱۹)

۲۲بله ورځ هغه خلک چې د دریاب په بله غاړه ولاړ وو ولیدل چې هلته یوازې یوه کشتۍ وه او عیسی په کې د خپلو شاګردانو سره نه ؤ ختلی، بلکې هغوی یوازې تللي وو. ۲۳بیا د طبریې د ښار څخه نورې کشتۍ هغه ځای ته راورسېدلې چې خلکو په کې هغه ډوډۍ خوړلې وه چې عیسی ورباندې د خدای شکر ویستلی ؤ. ۲۴نو کله چې خلکو ولیدل چې هلته نه عیسی ؤ او نه یې شاګردان، نو هغوی په کشتۍ کې سپاره شول او د عیسی د لټولو دپاره کپرناحوم ته لاړل.

۲۵کله چې خلکو عیسی د دریاب په بله غاړه پیدا کړ نو ورته ویې ویل: «استاذه، ته کله دلته راورسېدلې؟» ۲۶عیسی ځواب ورکړ: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې تاسو د دې دپاره ما نه لټوئ چې زما معجزې مو لیدلي دي، بلکې د هغه ډوډۍ په خاطر چې ومو خوړله او ماړه شوئ. ۲۷د فاني خوړو دپاره خواري مه کوئ بلکې د هغو خوړو دپاره خواري وکړئ چې د تلپاتې ژوندون پورې پاتې کیږي، یعنې هغه خواړه چې د انسان زوی به یې تاسو ته درکوي. ځکه چې پلار خدای هغه ته اختیار ورکړی دی چې داسې وکړي.» ۲۸بیا خلکو پوښتنه وکړه: «مونږ څه وکړو، ترڅو هغه کارونه چې خدای یې زمونږ نه غواړي سرته ورسوو؟» ۲۹عیسی په ځواب کې وویل: «کوم کار چې خدای یې ستاسو څخه غواړي هغه دا دی چې په هغه چا باندې ایمان راوړئ چې هغه رالېږلی دی.» ۳۰نو هغوی وویل: «ته مونږ ته کومه نښه ښکاره کوې چې مونږ یې ووینو او ایمان درباندې راوړو؟ ته به څه کار وکړې؟ ۳۱زمونږ نیکونو په دښته کې من وخوړ او لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: ‹هغه د اسمان نه هغوی ته ډوډۍ ورکړه چې ویې خوري.›» ۳۲عیسی هغوی ته وویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې دا موسی نه ؤ چې تاسو ته یې د اسمان نه ډوډۍ درکړله، بلکې زما پلار درکوله او اوس هغه تاسو ته د اسمان څخه رښتینې ډوډۍ درکوي. ۳۳ځکه کومه ډوډۍ چې خدای یې درکوي هغه د اسمان څخه رانازلیږي او نړۍ ته ژوندون ورکوي.» ۳۴هغوی وویل: «ښاغلیه، مونږ ته تل دغه ډوډۍ راکوه.»

۳۵عیسی هغوی ته وویل: «زه هغه ډوډۍ یم چې ژوندون ورکوي. څوک چې ماته راځي هغه به هېڅکله نه وږی کیږي او څوک چې په ما باندې ایمان راوړي هغه به هېڅکله نه تږی کیږي. ۳۶خو لکه څنګه چې ما وویل چې سره له دې چې تاسو زه لیدلی یم خو بیاهم په ما باندې ایمان نه راوړئ. ۳۷کوم خلک چې زما پلار یې ماته راکوي هغوی به ماته راځي او څوک چې ماته راځي زه به هغه هېڅکله ونه شړم. ۳۸ځکه چې زه د اسمان نه د دې دپاره نه یم راښکته شوی چې خپله رضا پوره کړم، بلکې د دې دپاره چې د هغه چا رضا پوره کړم چې زه یې رالېږلی یم. ۳۹او چا چې زه رالېږلی یم د هغه رضا دا ده چې ټول خلک چې هغه ماته راکړي دي یو یې هم له لاسه ورنه کړم، بلکې د اخرت په ورځ هغوی راژوندي کړم. ۴۰ځکه چې زما د پلار رضا دا ده چې هرڅوک چې ما د هغه د زوی په توګه وپېژني او په ما باندې ایمان راوړي هغه به د تلپاتې ژوندون خاوند شي، او زه به هغه د اخرت په ورځ راژوندی کړم.»


عیسی د خپل مرګ په هکله پېشګويي کوي (۲۰)

۲۱بیا عیسی هغوی ته په کلکه حکم وکړ چې په دې هکله چاته څه ونه وایي ۲۲او ویې ویل: «دا ضروري ده چې د انسان زوی به ډېر کړاوونه وزغمي او د قوم د مشرانو، مشرانو کاهنانو او د شریعت د عالمانو له خوا به رد کړای شي. هغه به ووژل شي او په درېمه ورځ به بیا راژوندی شي.» ۲۳بیا یې هغوی ټولو ته وویل: «که څوک غواړي چې زما د پیروانو څخه اوسي نو باید د خپل ځان څخه تېر شي، هره ورځ دې خپل صلیب را واخلي او په ما پسې دې راځي. ۲۴ځکه څوک چې غواړي خپل ژوند وژغوري هغه به له لاسه ورکړي، خو څوک چې خپل ژوند زما په خاطر له لاسه ورکوي نو وبه یې ژغوري. ۲۵د یو چا دپاره به په دې کې څه ګټه وي چې ټوله نړۍ وګټي، خو خپل ځان له لاسه ورکړي یا هغه ته زیان ورسوي؟ ۲۶که چېرې څوک په ما او یا زما په کلام شرمیږي، نو د انسان زوی به هم کله چې د خپل جلال او د پلار او سپېڅلو فرښتو د جلال سره راشي، په هغه وشرمیږي.


د عیسی مسیح د څېرې بدلېدل (۲۱)

۲۸د دې خبرو څخه شاوخوا اته ورځې وروسته عیسی پطروس، یوحنا او یعقوب د ځان سره واخیستل او د دعا دپاره یو غره ته وختل. ۲۹کله چې عیسی دعا کوله، نو څېره یې بدله شوه او کالي یې سپین وځلېدل. ۳۰ناڅاپه هلته دوه سړي راښکاره شول چې د عیسی سره یې خبرې کولې او هغوی موسی او الیاس وو. ۳۱هغوی په اسماني جلال کې راښکاره شول او د عیسی سره یې د خدای د هغه مقصد په هکله چې د هغه په مرګ به په اورشلیم کې پوره شي، خبرې وکړې. ۳۲په دې وخت کې پطروس او د هغه ملګري په درانه خوب ویده شوي وو، خو کله چې راویښ شول، نو د عیسی جلال او هغه دوه سړي چې ورسره ولاړ وو، ولیدل. ۳۳کله چې موسی او الیاس له عیسی څخه تلل نو پطروس عیسی ته وویل: «استاذه! څومره ښه ده چې مونږ دلته یو. راځئ چې درې خېمې جوړې کړو، یوه تاته، یوه موسی ته او یوه الیاس ته.» خو پطروس نه پوهېده چې څه وایي. ۳۴هغه لا خبرې کولې چې ورېځ راښکاره شوه او په هغوی باندې یې سیوری وکړ. کله چې شاګردان په ورېځو کې راایسار شول نو ووېرېدل. ۳۵د ورېځې څخه یو اواز راغی او ویل یې: «دا زما زوی دی چې ما غوره کړی دی، هغه ته غوږ ونیسئ.» ۳۶کله چې اواز غلی شو، هغوی ولیدل چې عیسی هلته بالکل یوازې ؤ. شاګردان غلي پاتې شول او څه چې یې لیدلي وو په هغه وخت کې یې د هغو په هکله چاته څه ونه ویل.


د یو نېک سامري مثال (۲۲)

۲۵یوه ورځ د شریعت یو عالم راغی او د عیسی څخه یې د ازمایښت دپاره یو سوال وکړ: «استاذه! زه باید څه وکړم چې تلپاتې ژوندون وګټم؟» ۲۶عیسی هغه ته ځواب ورکړ: «په شریعت کې څه لیکل شوي دي؟ هغه څنګه تعبیروې؟» ۲۷هغه په ځواب کې وویل: «د خپل څښتن خدای سره د زړه له کومي، په خپل ټول روح او خپل ټول قوت او ټول عقل سره مینه کوه او د خپل ګاونډي سره د خپل ځان په شان مینه کوه.» ۲۸عیسی ورته وویل: «تا سم ځواب ورکړ. همداسې کوه، نو ته به ژوندی اوسې.»

۲۹خو د دې دپاره چې د شریعت عالم دا وښایي چې هغه په حقه دی، نو د عیسی څخه یې پوښتنه وکړه: «زما ګاونډی څوک دی؟» ۳۰عیسی داسې ځواب ورکړ: «په یو وخت کې یو سړی د اورشلیم څخه اریحا ته روان ؤ چې په لاره کې داړه مارانو ته په لاس ورغی. غلو هغه سړی لوڅ کړ، ویې واهه او د مرګ په حالت کې یې پرېښود او لاړل. ۳۱ناڅاپه یو کاهن په هغه لاره تېرېده، کله یې چې هغه سړی ولید، نو خپله لاره یې پرېښوده او ورڅخه تېر شو. ۳۲همدارنګه یو لاوي چې کله هغه ځای ته راورسېد او هغه سړی یې ولید، نو هغه هم ترې په بله خوا تېر شو او لاړ. ۳۳خو یو سامري چې په هغه لاره تېرېده هغه ته ورغی او کله یې چې هغه سړی ولیده نو زړه یې ورباندې وسوځېد. ۳۴هغه ته ورغی، ټپونه یې ورته په الکولو ووینځل او تېل یې ورباندې واچول او پټۍ یې ورباندې کېښودله. بیا یې هغه په خپل خره باندې سپور کړ او یوې مسافرخانې ته یې یووړ او هلته یې ورباندې پام کاوه. ۳۵سبا سهار هغه د سپینو زرو دوه سکې واخیستې او د مسافرخانې خاوند ته یې ورکړې او ورته ویې ویل: ‹په هغه باندې پام کوه او که نورې پیسې دې ورباندې ولګولې نو کله چې بېرته راغلم هغه به هم درکړم.›» ۳۶بیا عیسی پوښتنه وکړه: «اوس څه فکر کوې چې په دې درې واړو کې د هغه سړي چې د داړه مارانو لاس ته ورغلی ؤ، ګاونډی څوک دی؟» ۳۷د شریعت عالم ځواب ورکړ: «هغه څوک چې په هغه باندې یې رحم وکړ.» عیسی ورته وویل: «لاړ شه او ته هم همداسې کوه.»


یوه ښځه د شیطان له بند څخه ازاديږي (۲۳)

۱۰د سبت په یوه ورځ عیسی په کنیسه کې تعلیم ورکاوه. ۱۱هلته یوه ښځه وه چې اتلس کاله کېدل چې پېریانو نیولې وه او هغه یې کمزورې کړې وه. ملا یې ورته داسې کړوپه کړې وه چې بیخي سمه ودرېدلی نه شوه. ۱۲کله چې عیسی هغه ښځه ولیدله، نو هغه یې راوغوښتله او ورته ویې ویل: «ای خورې! ته د خپلې ناروغۍ څخه خلاصه شوې.» ۱۳بیا یې خپل لاسونه په هغې باندې کېښودل او هغه سمدلاسه نېغه ودرېدله او د خدای ثنا یې وویله.

۱۴خو د کنیسې مشر د عیسی په دې کار چې د سبت په ورځ یې ناروغ ته شفا ورکړې وه، خفه شو او خلکو ته یې وویل: «په هفته کې شپږ ورځې دي چې باید کار وشي، نو په همدې ورځو کې راځئ او شفا مومئ، خو د سبت په ورځ نه.» ۱۵خو عیسی هغه ته ځواب ورکړ: «ای منافقانو! ایا تاسو هر یو د سبت په ورځ خپل غویی یا خر د آخور څخه نه ایله کوئ او د اوبو دپاره یې نه بیایئ؟ ۱۶نو دا ښځه د ابراهیم لور ده او اتلس کاله کیږي چې د شیطان په بند کې وه. ایا هغه باید د سبت په ورځ د بند څخه ازاده نه شي؟» ۱۷د عیسی په دې خبرو د هغه مخالفین خجالته شول، خو خلک د هغه په دې حیرانوونکي کارونو چې کول یې، خوشحاله شول.

۱۸بیا عیسی پوښتنه وکړه: «د خدای پاچاهي د څه شي په شان ده او هغه د څه شي سره مقایسه کړم؟ ۱۹دا د شړشمو د تخم په شان ده چې یو سړي هغه راواخیست او په خپل پټي کې یې وکرلو. هغه لوی شو او بوټی ترې جوړ شو او مرغان راغلل او د هغه په څانګو یې ځالې جوړې کړې.»

۲۰عیسی یوځل بیا پوښتنه وکړه: «د خدای پاچاهي د څه شي سره مقایسه کړم؟ ۲۱دا د هغې خمیرې په شان ده چې یوه ښځه هغه واخلي او د درې پیمانې اوړو سره یې ګډه کړي، ترڅو هغه ټول خمیره شي.»


د ورک شوي زوی مثال (۲۴)

۱۱بیا عیسی وویل: «یو سړي دوه زامن لرل. ۱۲کشر زوی یې خپل پلار ته وویل: ‹پلاره! ماته مې خپله برخه جایداد راکړه.› نو هغه سړي خپل جایداد د خپلو دواړو زامنو ترمنځ ووېشه. ۱۳څو ورځې وروسته کشر زوی خپله برخه جایداد خرڅ کړ او پیسې یې واخیستلې او یو لېرې وطن ته لاړ او خپلې پیسې یې هلته په عیاشۍ کې بېځایه برباد کړلې. ۱۴کله چې هغه خپل هرڅه مصرف کړل، په هغه وطن کې سخته قحطي راغله او هغه محتاج شو. ۱۵نو هغه لاړ او د هغه وطن د یو سړي سره نوکر شو او هغه سړي هغه خپلو پټیو ته ولېږه چې خوګان وساتي. ۱۶هغه په دې ارمان ؤ چې خپله ګېډه په هغو خوړو باندې مړه کړي چې خوګانو به خوړل، خو هېچا هغه ته څه نه ورکول. ۱۷په پای کې د هغه عقل سر ته راغی او ویې ویل: ‹زما د پلار مزدوران دومره زیات خواړه لري چې ورڅخه پاتې کیږي او زه دلته د لوږې له لاسه مړ کېږم. ۱۸زه به لاړ شم او خپل پلار ته به ورشم او ورته به ووایم چې پلاره! ما د خدای او ستا په وړاندې ګناه کړې ده. ۱۹زه نور د دې وړ نه یم چې ته راته خپل زوی ووایې. ما هم یو له خپلو مزدورانو څخه وشمېره.› ۲۰نو هغه پاڅېد او د خپل پلار کور ته روان شو. هغه لا کور ته نه ؤ رسېدلی چې پلار یې هغه له لېرې ولیده، زړه یې ورباندې وسوځېده او په منډه منډه د خپل زوی خواته ورغی. هغه یې په غېږ کې ونیوه او ښکل یې کړ. ۲۱زوی یې وویل: ‹پلاره! ما د خدای او ستا په وړاندې ګناه کړې ده. زه نور د دې وړ نه یم چې ستا زوی وګڼل شم.› ۲۲خو پلار یې خپلو نوکرانو ته وویل: ‹زر شئ. تر ټولو ښه چپنه راوړئ او هغه ته یې واغوندئ. ګوته ورته په لاس کړئ او څپلۍ ورته په پښو کړئ. ۲۳یو چاغ خوسکی راولئ او حلال یې کړئ او راځئ چې مېله جوړه کړو او خوشحالي وکړو. ۲۴ځکه چې زما دا زوی مړ شوی ؤ او بېرته راژوندی شوی دی. هغه ورک شوی ؤ، خو اوس پیدا شوی دی.› نو هغوی جشن پیل کړ.

۲۵خو د هغه مشر زوی په دې وخت کې په پټي کې ؤ. کله چې راغی او کور ته رانژدې شو، نو د ساز او نڅا اواز یې واورېد. ۲۶نو یو نوکر یې راوغوښت او پوښتنه یې ترې وکړه: ‹دا څه دي؟› ۲۷نوکر ځواب ورکړ: ‹ستا ورور راغلی دی او پلار دې یو چاغ خوسکی حلال کړی دی، ځکه چې هغه روغ رمټ بېرته راغلی دی.› ۲۸خو مشر ورور دومره په قهر شو چې نه یې غوښتل کور ته ننوځي. پلار یې دباندې راووت او هغه ته یې زاري وکړه چې کور ته ننوځي. ۲۹خو هغه خپل پلار ته په ځواب کې وویل: ‹ګوره، کلونه کلونه کیږي چې ما لکه د غلام په شان ستا خدمت کړی دی او هېڅکله مې ستا د امر څخه سرغړونه نه ده کړې. خو ماته دې یو سېرلی هم نه دی راکړی چې خپلو ملګرو ته مې مېلمستیا ورکړې وای. ۳۰خو دې زوی دې خپل ټول جایداد په فاحشو باندې برباد کړ او کله چې بېرته کور ته راغی نو تا ورته چاغ خوسکی حلال کړ.› ۳۱پلار یې ورته وویل: ‹زما زویه! ته تل زما سره یې او زه چې هرڅه لرم هغه ستا دي. ۳۲خو اوس باید جشن ونیسو او خوشحالي وکړو، ځکه چې ستا دا ورور مړ شوی ؤ، خو اوس بېرته راژوندی شوی دی، هغه ورک شوی ؤ، خو اوس پیدا شوی دی.›»


عیسی مسیح قيامت او ژوندون دی (۲۵)

۱د ایلعازر په نوم یو سړی ؤ چې ناروغه ؤ. د هغه کور په بیت عنیا کې ؤ، یعنې په هغه کلي کې چې مریم او د هغې خور مرتا اوسېدله. ۲دا به هغه مریم وي چې د عیسی په پښو باندې به عطر اچوي او د هغه پښې په خپلو ویښتانو وچوي. د هغې ورور ایلعازر ناروغه ؤ. ۳نو خویندو یې عیسی ته خبر ورولېږه او ورته ویې ویل: «استاذه، ستا ګران دوست ناروغه دی.» ۴کله چې عیسی دا واورېدل نو ویې ویل: «ایلعازر به د دې ناروغۍ څخه نه مړ کیږي، بلکې دا د خدای د جلال ښکاره کولو دپاره یوه وسیله ده ترڅو د خدای زوی هم له دې لارې جلال ومومي.»

۵په عیسی باندې مرتا، د هغې خور او ایلعازر ګران وو. ۶سره له دې چې هغه د ایلعازر د ناروغۍ نه خبر شو، خو دوه ورځې نور هم په هغه ځای کې چې ؤ، هلته پاتې شو. ۷بیا هغه خپلو شاګردانو ته وویل: «راځئ چې بېرته یهودیې ته لاړ شو.» ۸شاګردانو ورته وویل: «ای استاذه، لږه موده مخکې د هغه ځای خلکو غوښتل تا سنګسار کړي، خو ته بیاهم غواړې چې هلته لاړ شې؟» ۹عیسی ځواب ورکړ: «ایا یوه ورځ دولس ساعته نه ده؟ څوک چې د ورځې ګرځي نه راغورځیږي، ځکه چې د دې نړۍ رڼا ویني. ۱۰خو که څوک د شپې ګرځي نو غورځیږي، ځکه چې د هغه سره رڼا نه وي.» ۱۱عیسی دا خبرې وکړې او بیا یې هغوی ته وویل: «زمونږ دوست ایلعازر ویده پروت دی، خو زه ورځم چې راویښ یې کړم.» ۱۲شاګردانو وویل: «ای استاذه، که هغه ویده وي نو هغه به راپاڅيږي.» ۱۳خو د عیسی د خبرې مقصد دا ؤ چې ایلعازر مړ شوی دی، خو هغوی فکر وکړ چې د هغه مقصد عادي خوب دی. ۱۴نو عیسی هغوی ته ښکاره وویل: «ایلعازر مړ شوی دی. ۱۵خو زه ستاسو په خاطر خوشحاله یم چې هلته نه وم، ځکه چې تاسو به اوس په رښتیا ایمان راوړئ. راځئ چې هغه ته ورشو.»

۱۶توما چې د غبرګوني په نوم هم یادېده، نورو شاګردانو ته وویل: «راځئ چې مونږ هم لاړ شو او د هغه سره مړه شو.»

۱۷کله چې عیسی هغه ځای ته ورسېده، څلور ورځې کېدلې چې د ایلعاز مړی په قبر کې ایښودل شوی ؤ. ۱۸بیت عنیا د اورشلیم نه شاوخوا درې کیلومتره لېرې ؤ ۱۹او د اورشلیم نه د یهودیې ډېر خلک مرتا او مریم ته راغلي وو چې د هغوی د ورور د مړینې په خاطر ورته تسلي ورکړي، ۲۰نو کله چې مرتا د عیسی د راتللو څخه خبره شوه، د هغه مخې ته ورغله، خو مریم په کور کې پاتې شوه. ۲۱مرتا عیسی ته وویل: «استاذه، که ته دلته وای، نو زما ورور به نه وای مړ شوی. ۲۲خو زه اوس هم په دې پوهېږم چې که ته د خدای نه هرڅه وغواړې نو خدای به یې درکړي.» ۲۳عیسی هغې ته وویل: «ستا ورور به بېرته راژوندی شي.» ۲۴مرتا وویل: «زه پوهېږم چې هغه به د قیامت په ورځ راژوندی شي.» ۲۵عیسی هغې ته وویل: «زه قیامت او ژوندون یم. که څوک په ما باندې ایمان راوړي که هغه مړ هم شي، خو بیا به هم ژوندی وي، ۲۶او که څوک ژوندی وي او په ما باندې ایمان راوړي، نو هغه به هېڅکله هم مړ نه شي. ایا په دې باندې باور کوې؟» ۲۷هغې وویل: «هو، استاذه! زه په دې ایمان لرم چې ته مسیح یعنې د خدای زوی یې، د چا په هکله چې خدای ویلي دي چې هغه باید نړۍ ته راشي.»

۲۸کله چې مرتا دا خبره وکړه نو لاړه او خپلې خور ته یې غږ وکړ او په پټه یې ورته وویل: «استاذ راغلی دی او تا غواړي.» ۲۹کله چې مریم دا واورېدل نو زر راپاڅېدله او عیسی ته ورغله. ۳۰عیسی لا کلي ته رسېدلی نه ؤ او لا په هماغه ځای کې ؤ چې مرتا یې لیدلو ته ورغلې وه. ۳۱کوم خلک چې مریم ته د تسلۍ ورکولو دپاره راغلي وو او د هغې په کور کې وو، نو کله یې چې ولیدل چې هغه په بیړه له کوره وځي نو هغې پسې روان شول. هغوی فکر کاوه چې هغه قبر ته روانه ده چې هلته وژاړي.

۳۲مریم هغه ځای ته ورسېدله چې عیسی په کې ؤ او څنګه یې چې هغه ولیده، نو پښو ته یې پرېوتله او ویې ویل: «استاذه، که ته دلته وای نو زما ورور به نه وای مړ شوی.» ۳۳کله چې عیسی هغه ولیدله چې ژاړي او همدارنګه کوم خلک چې د هغې سره راغلي وو هم ژاړي، نو سوړ اوسېلی یې وویست او ډېر خفه شو ۳۴او د هغوی نه یې پوښتنه وکړه: «د هغه قبر چېرته دی؟» هغوی ځواب ورکړ: «ښاغلیه، راشه او ویې ګوره.» ۳۵عیسی په ژړا شو. ۳۶بیا خلکو وویل: «وګورئ هغه ورباندې څومره ګران ؤ.» ۳۷خو ځینو یې وویل: «دې سړي چې د هغه ړوند سړي سترګې بینا کړلې، ایا دا یې نه شو کولای چې ایلعازر یې د مرګ نه بچ کړی وای؟»

۳۸عیسی یوځل بیا سوړ اوسېلی وویست او قبر ته ورغی. دا قبر یو غار ؤ چې خولې ته یې یوه تیږه ایښودل شوې وه. ۳۹عیسی خلکو ته امر وکړ او ویې ویل: «تیږه لېرې کړئ.» مرتا د مړ شوي سړي خور هغه ته وویل: «استاذه، اوس خو د هغه د مرګ څلور ورځې شوې دي او بوی به یې کړی وي.» ۴۰عیسی هغې ته وویل: «ایا تاته مې نه وو ویلي چې که چېرې ته ایمان ولرې نو د خدای جلال به ووینې؟» ۴۱نو خلکو تیږه لېرې کړه. بیا عیسی پورته اسمان ته وکتل او ویې ویل: «ای پلاره، زه ستا شکر کوم چې زما دعا دې واورېدله. ۴۲زه پوهېدم چې ته تل زما دعا اورې، خو ما دا د دې خلکو په خاطر چې دلته ولاړ دي، وویل ترڅو هغوی په دې باندې ایمان راوړي چې زه تا رالېږلی یم.» ۴۳کله چې عیسی دعا خلاصه کړه نو په لوړ اواز یې چیغه کړه: «ای ایلعازره، راووځه.» ۴۴نو هغه مړی چې لاسونه او پښې یې په کفن کې تاو شوې وې او مخ یې په دستمال کې پټ ؤ، راووت. عیسی هغوی ته وویل: «هغه راخلاص کړئ او پرېږدئ چې لاړ شي.»

۴۵نو ډېرو خلکو چې د مریم لیدلو ته راغلي وو، کله چې هغوی هغه څه چې عیسی وکړل ولیدل نو په هغه باندې یې ایمان راوړ.


د یو فریسي او مالیه ټولوونکي مثال (۲۶)

۹همدارنګه عیسی د هغو خلکو دپاره چې په خپل ځان ډاډمن وو چې نېک خلک دي او نور یې سپک ګڼل، دا مثال راوړ: ۱۰«یو وخت دوه تنه چې یو یې فریسي او بل یې مالیه ټولوونکی ؤ د دعا دپاره د خدای کور ته لاړل. ۱۱فریسي ودرېده او د خپل ځان سره یې داسې دعا وکړه: ‹ای خدایه! ستا شکر کوم چې د نورو په شان حریص، بې ایمانه او زناکار نه یم او نه د دې مالیه ټولوونکي په شان یم. ۱۲زه په هفته کې دوه ورځې روژه نیسم او څه چې ګټم د هغې لسمه برخه ورکوم.› ۱۳خو هغه مالیه ټولوونکی لېرې ولاړ ؤ او تر دې چې نه یې غوښتل پاس اسمان ته وګوري، خو خپله سینه یې وهله او ویل یې: ‹ای خدایه! په ما ګناهکار رحم وکړه.›»

۱۴عیسی وویل: «زه تاسو ته وایم چې هغه مالیه ټولوونکی چې خپل کور ته لاړ بخښل شوی دی، نه هغه فریسي. ځکه هرڅوک چې خپل ځان لوی ګڼي، هغه به خوار شي او هرڅوک چې خپل ځان عاجز کړي، نو هغه به سرلوړی شي.»


د ایمان د راوړلو او د توبې د ایستلو یوه بېلګه (۲۷)

۱عیسی اریحا ته ننوت او د ښار له منځه تېرېده، ۲نو هلته د زکي په نوم یو سړی ؤ چې د مالیه ټولوونکو مشر او ډېر شتمن ؤ. ۳هغه غوښتل وګوري چې عیسی به څنګه سړی وي، خو د هغه قد ډېر ټیټ ؤ او د خلکو د ګڼې ګوڼې له امله یې نه شو کولای هغه وویني. ۴نو مخکې یې منډه کړه او د چنار ونې ته وخوت، ترڅو عیسی وویني ځکه چې هغه په هغه لاره تېرېده. ۵کله چې عیسی هغه ځای ته ورسېده، نو پورته یې وکتل او زکي ته یې وویل: «ای زکي! زر راښکته شه، ځکه چې زه باید نن ستا په کور کې مېلمه شم.» ۶نو زکي په بیړه راښکته شو او په ډېرې خوشحالۍ سره یې د هغه هرکلی وکړ. ۷کله چې خلکو دا ولیدل، نو په ګورېدلو یې پیل وکړ او ویل یې: «هغه د یو ګناهکار سړي کور ته ورغی چې مېلمه یې شي.» ۸خو زکي ودرېده او عیسی ته یې وویل: «وګوره ښاغلیه! زه مې خپله نیمه شتمني غریبانو ته ورکوم او که د چا څخه مې په ناحقه کوم څه اخیستي وي، نو څلور چنده ورته بېرته ورکوم.» ۹بیا عیسی وویل: «نن دې کور ته خلاصون راغلی دی، ځکه چې دا سړی هم د ابراهیم د اولادې څخه دی. ۱۰ځکه چې د انسان زوی راغلی دی چې ورک شوي ولټوي او هغوی وژغوري.»


عیسی د انځر په ونې لعنت وایي (۲۸)

۱۷عیسی هغوی پرېښودل او د ښار څخه ووت. بیت عنیا ته لاړ او هلته یې شپه تېره کړه.

۱۸سبا سهار کله چې عیسی بېرته اورشلیم ته راتله نو وږی شو. ۱۹د سرک په غاړه یې د انځر ونه ولیدله نو هغه ورته ورغی، خو په هغې کې یې له پاڼو پرته بل هېڅ شی ونه لیده. نو هغې ونې ته یې وویل: «ته دې نور هېڅکله مېوه ونه نیسې.» او سمدلاسه هغه ونه وچه شوه.

۲۰کله چې شاګردانو دا ولیدل، نو حیران شول او پوښتنه یې وکړه: «دا د انځر ونه دومره زر څنګه وچه شوه؟» ۲۱عیسی ورته ځواب ورکړ: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې که چېرې تاسو ایمان ولرئ او شک ونه کړئ نو تاسو به هم وکولای شئ داسې کار وکړئ لکه څنګه چې ما د انځر د ونې سره وکړ. یوازې دا کار نه بلکې که تاسو دې غره ته هم ووایئ چې پورته شه او دریاب ته وغورځېږه نو همداسې به وشي. ۲۲که تاسو ایمان ولرئ نو هرڅه چې په دعا کې وغواړئ هغه به لاسته راوړئ.»


د دوو زامنو مثال (۲۹)

۲۸عیسی زیاته کړه: «تاسو په دې هکله څه فکر کوئ؟ یو سړی ؤ چې دوه زامن یې لرل. هغه خپل مشر زوی ته ورغی او ورته ویې ویل: ‹زویه! لاړ شه او نن د انګورو په باغ کې کار وکړه.› ۲۹هغه ځواب ورکړ: ‹زه نه ځم.› خو وروسته پښېمانه شو او لاړ. ۳۰بیا هغه سړی خپل کشر زوی ته ورغی او هغه ته یې هم همدا خبره وکړه. هغه ځواب ورکړ: ‹ځمه، پلاره.› خو لاړ نه شو. ۳۱په هغو دواړو زامنو کې کوم یو د خپل پلار خبره ومنله؟» هغوی وویل چې مشر زوی یې. نو عیسی ورته وویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې مالیه ټولوونکي او فاحشې به ستاسو څخه مخکې د خدای پاچاهۍ ته ورننوځي. ۳۲ځکه چې یحیی تاسو ته راغی چې رښتینې لاره دروښایي، خو تاسو ورباندې باور ونه کړ، خو مالیه ټولوونکو او فاحشو ورباندې باور وکړ او سره له دې چې تاسو دا ولیدل، خو پښېمانه نه شوئ او باور مو ورباندې ونه کړ.»


د یوې کونډې ښځې نذرانه (۳۰)

۴۵په داسې حال کې چې ټولو خلکو د عیسی خبرو ته غوږ نیولی ؤ، خپلو شاګردانو ته یې وویل: ۴۶«د شریعت د عالمانو سره احتیاط کوئ. هغوی دا خوښوي چې په اوږدو چپنو کې وګرځي او په بازارونو کې ورته خلک سلام واچوي او غواړي چې په کنیسو کې په مخکې ځایونو او په مېلمستیاوو کې په ښو ځایونو کې کښېني. ۴۷هغوی د کونډو مالونه خوري او د ځان ښودنې دپاره اوږدې اوږدې دعاګانې کوي. د داسې خلکو سزا به د ټولو نه سخته وي.»

۱عیسی شاوخوا وکتل او ویې لیدل چې شتمن خلک خپلې نذرانې د خدای د کور په خزانه کې اچوي، ۲او همدارنګه هغه یوه غریبه کونډه ولیدله چې خپلې دوه روپۍ یې په هغې خزانه کې واچولې. ۳عیسی وویل: «زه تاسو ته رښتیا وایم چې دې غریبې کونډې د نورو ټولو څخه زیاتې پیسې واچولې، ۴ځکه چې هغوی ټولو هغه پیسې واچولې چې د هغوی د اړتیاوو څخه زیاتې وې، خو دې ښځې د خپلې غریبۍ سره بیاهم هرڅه چې یې لرل واچول.»


د اخرې زمانې نښې (۳۱)

۱کله چې عیسی د خدای د کور څخه روان شو نو شاګردان یې ورته راغلل چې د هغه پام د خدای د کور ودانۍ ته راواړوي. ۲خو هغه وویل: «ایا دا ټولې ودانۍ وینئ؟ په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې دلته به یوه تیږه هم په بله تیږه پاتې نه شي او ټولې به راونړیږي.»

۳عیسی د زیتون په غره کې ناست ؤ چې شاګردان یې ورته راغلل او په پټه یې ورته وویل: «مونږ ته ووایه چې دا هرڅه به کله وشي؟ او ستا د راتګ او اخرې زمانې نښه به کومه وي؟» ۴عیسی ځواب ورکړ: «پام کوئ چې څوک مو بې لارې نه کړي. ۵ځکه چې ډېر به زما په نوم راشي او وایي به چې زه مسیح یم او ډېر خلک به بې لارې کړي. ۶تاسو به د جګړې غږ د نژدې نه او د لېرې نه د جنګ اوازې اورئ، خو ګورئ چې وارخطا نه شئ، ځکه چې دا شیان به خامخا پېښیږي، خو دا د دې معنی نه لري چې اخرنی وخت رارسېدلی دی. ۷یو قوم به د بل قوم سره جنګیږي او یوه پاچاهي به د بلې پاچاهۍ سره جنګیږي او د نړۍ په ډېرو ځایونو کې به قحطي او زلزلې راشي. ۸خو دا ټول به د لنګون د دردونو د شروع کېدلو په شان وي.

۹کله چې دا هرڅه پېښ شول نو تاسو به ونیول شئ او وبه ځورول شئ او بیا به ووژل شئ او زما د نوم په خاطر به د ټولو قومونو خلک ستاسو څخه کرکه کوي. ۱۰نو بیا به ډېر خپل ایمان له لاسه ورکړي او یو د بل سره به خیانت کوي او یو د بل څخه به کرکه کوي. ۱۱ډېر جعلي پیغمبران به راپیدا شي او ډېر خلک به بې لارې کړي. ۱۲بدکاري به دومره زیاته شي چې د خلکو مینه به یو د بله سره ورکه شي. ۱۳خو څوک چې تر اخره پورې ټینګ پاتې شي هغه به خلاصون ومومي. ۱۴او د اسماني پاچاهۍ زېری به په ټوله نړۍ کې خپور شي ترڅو د ټولو قومونو دپاره شاهدي اوسي او بیا به نړۍ ختمه شي.

۱۵نو کله چې تاسو هغه نجس شی چې د بربادۍ سبب ګرځي او سپېڅلی ځای ناپاکه کوي او دانیال نبي د هغو په هکله خبرې کړي دي، ووینئ (لوستونکي دې پوه شي چې د دې معنی څه ده) ۱۶نو څوک چې په یهودیې کې وي هغه دې غرونو ته وتښتي. ۱۷که څوک د بام په سر وي نو هغه دې د کور د سامان د وړلو دپاره نه راښکته کیږي. ۱۸که څوک په پټي کې وي هغه دې د خپلې چپنې پسې بېرته کور ته نه ورځي. ۱۹افسوس د هغو ښځو په حال چې په هغو ورځو کې امیدوارې وي او هغو میندو په حال چې خپلو ماشومانو ته شیدې ورکوي. ۲۰دعا کوئ چې ستاسو تېښته په ژمي کې او یا د سبت په ورځ نه وي. ۲۱ځکه چې په هغه وخت کې به داسې سخت مصیبت رامنځته شي چې د نړۍ له پیل څخه تر اوسه پورې نه دی راغلی او نه به بیا راشي. ۲۲که چېرې خدای هغه ورځې لنډې کړې نه وای نو هېڅوک به ژوندی پاتې شوی نه وای، خو خدای به د خپلو غوره شویو خلکو په خاطر هغه ورځې لنډې کړي. ۲۳که په هغه وخت کې څوک تاسو ته ووایي: ‹وګورئ، مسیح دلته دی یا هلته دی،› نو باور ورباندې مه کوئ. ۲۴ځکه چې داسې کسان به پیدا شي چې په دروغو به دعوه کوي چې مسیح او پیغمبران دي او لویې معجزې به وښایي او حیرانوونکي کارونه به کوي، د دې دپاره که ممکن وي نو د خدای غوره شوي خلک به هم بې لارې کړي. ۲۵نو پام کوئ، تاسو مې له مخکې نه خبر کړئ. ۲۶نو که چېرې څوک تاسو ته ووایي چې مسیح په دښته کې دی، نو هلته مه ځئ او یا درته ووایي چې هغه په یو پټ ځای کې دی نو باور ورباندې مه کوئ. ۲۷ځکه لکه څنګه چې برېښنا له ختیځې خوا راځي نو رڼا یې تر لوېدیځه پورې ځلیږي نو د انسان د زوی راتګ به هم همداسې وي. ۲۸چېرته چې مرداره وي هلته ټپوسان راټولیږي.

۲۹څنګه چې د مصیبت هغه ورځې تېرې شي، نو سمدلاسه به لمر تیاره شي او سپوږمۍ به نوره رڼا نه ورکوي، ستوري به د اسمان څخه راولویږي او اسماني موجودات به ولړزیږي. ۳۰هغه وخت به په اسمان کې د انسان د زوی د راتللو نښې راښکاره شي او د نړۍ ټول قومونه به ویر کوي او هغوی به وویني چې د انسان زوی به د قدرت او زیات جلال سره د اسمان په ورېځو کې راروان وي. ۳۱هغه به خپلې فرښتې چې په لوړ اواز سره به سرنی وهي راولېږي او هغوی به د نړۍ د یو سر نه تر بله سره پورې خپل غوره شوي خلک راټول کړي.


د فسحې د اختر تیاری او د څښتن غوره ماښامی (۳۲)

۷بیا د فطیرې ډوډۍ د اختر ورځ چې په هغه کې باید د فسحې وری قرباني کېده، راورسېدله. ۸نو عیسی پطروس او یوحنا ولېږل او ورته ویې ویل: «لاړ شئ او زمونږ دپاره د فسحې ډوډۍ تیاره کړئ چې ویې خورو.» ۹هغوی ورڅخه پوښتنه وکړه: «په کوم ځای کې غواړې چې تیاره یې کړو؟» ۱۰هغه ځواب ورکړ: «واورئ، څنګه چې ښار ته ننوځئ نو یو سړی به ستاسو سره مخامخ شي چې د اوبو منګی به و‌ړي. هغه چې کوم کور ته ننوځي، تاسو هم ورپسې لاړ شئ. ۱۱او د کور خاوند ته ووایئ: ‹استاذ وایي د مېلمنو کوټه چېرته ده چې زه په کې د خپلو شاګردانو سره د فسحې ډوډۍ وخورم؟› ۱۲هغه به تاسو ته پاس په بالاخانه کې یوه لویه فرش شوې کوټه دروښایي، نو هلته ډوډۍ تیاره کړئ.»۱۳هغوی لاړل او ټول شیان یې لکه څنګه چې عیسی ورته ویلي وو په هماغه ډول ولیدل او د فسحې ډوډۍ یې تیاره کړه.

۱۴کله چې هغه ساعت راورسېد، عیسی د خپلو رسولانو سره دسترخوان ته کښېناست. ۱۵هغوی ته یې وویل: «زړه مې ډېر غوښتل چې د کړاوونو د زغملو څخه مخکې ستاسو سره د فسحې ډوډۍ وخورم. ۱۶ځکه زه تاسو ته وایم چې ترڅو پورې د فسحې د قربانۍ مقصد د خدای په پاچاهۍ کې پوره نه شي، تر هغې پورې به نور دا ډوډۍ نه خورم.»۱۷بیا عیسی پیاله راواخیستله، شکر یې وویست او ویې ویل: «دا واخلئ او په خپل منځ کې یې ووېشئ. ۱۸ځکه زه تاسو ته وایم چې له دې وروسته به تر هغې پورې د انګورو شربت ونه څښم، ترڅو د خدای پاچاهي رانه شي.»۱۹بیا هغه یوه ډوډۍ راواخیستله، شکر یې پرې وویست، هغه یې ماته کړه او هغوی ته یې ورکړه او ویې ویل: «دا زما بدن دی چې ستاسو دپاره ورکول کیږي. زما په یاد همداسې کوئ.»۲۰په همدې ډول د ماښام ډوډۍ څخه وروسته یې پیاله راواخیستله او ویې ویل: «دا پیاله د خدای او انسانانو ترمنځ نوی لوظ دی چې زما د وینې په وسیله جوړیږي چې ستاسو دپاره توییږي. ۲۱خو ګورئ، هغه څوک چې زما سره به خیانت کوي هغه دلته زما سره په دسترخوان ناست دی. ۲۲لکه څنګه چې د خدای له خوا مقرره وه چې د انسان زوی باید مړ شي، خو افسوس د هغه چا په حال چې د هغه سره خیانت کوي.»۲۳بیا هغوی په خپلو کې یو د بل څخه پوښتنې پیل کړې چې په دوی کې به څوک دا کار کوي.


عیسی د خپلو شاګردانو پښې وینځي (۳۳)

۱د فسحې د اختر نه یوه ورځ مخکې ؤ او عیسی په دې پوه شو چې هغه وخت راورسېد چې د دې نړۍ نه لاړ شي او پلار ته ورشي. هغه تل په دې نړۍ کې او تر اخره پورې د خپلو پیروانو سره مینه وکړله. ۲د ماښام د ډوډۍ وخت ؤ او شیطان له مخکې نه د شمعون اسخریوتي د زوی یهودا په زړه کې دا فکر اچولی ؤ چې د عیسی سره خیانت وکړي. ۳عیسی په دې پوهېده چې پلار ورته د ټولو شیانو اختیار ورکړی دی او هغه د خدای له خوا راغلی دی او بېرته خدای ته ورځي. ۴نو هغه د ډوډۍ نه راپاڅېده، خپله چپنه یې لېرې کړله او یو دستمال یې راواخیست او د خپلې ملا نه یې راتاو کړ. ۵بیا یې په لګن کې اوبه واچولې او د خپلو شاګردانو د پښو په وینځلو یې شروع وکړه او هغه یې په هغه دستمال باندې چې د خپلې ملا نه یې تاو کړی ؤ، وچولې. ۶هغه شمعون پطروس ته ورغی نو پطروس هغه ته وویل: «ای څښتنه، ایا ته غواړې چې زما پښې ووینځې؟» ۷عیسی په ځواب کې وویل: «ته اوس نه پوهېږې چې زه څه کوم، خو وروسته به پوه شې.» ۸پطروس ورته وویل: «ته به هېڅکله هم زما پښې نه وینځې.» عیسی وویل: «که زه ستا پښې ونه وینځم نو ته به نور زما سره ملګرتیا ونه لرې.» ۹شمعون پطروس وویل: «بیا نو څښتنه، یوازې پښې مې نه بلکې لاسونه او سر مې هم ووینځه.» ۱۰عیسی ورته وویل: «چا چې ځان وینځلی وي نو هغه بیخي پاک وي او وینځلو ته اړتیا نه لري، یوازې پښې یې باید ووینځل شي. تاسو ټول پاک یئ، خو په تاسو کې یو کس پاک نه دی.» ۱۱ځکه چې عیسی ته معلومه وه چې څوک به ورسره خیانت کوي، نو ځکه یې وویل: «تاسو ټول پاک یئ پرته د یو کس نه.»

۱۲کله چې عیسی د هغوی پښې ووینځلې، نو خپله چپنه یې بېرته واغوستله او بېرته دسترخوان ته کښېناست او د هغوی نه یې پوښتنه وکړه: «ما چې ستاسو دپاره څه وکړل ایا تاسو د هغې په معنی باندې پوه شوئ؟ ۱۳تاسو ماته استاذ او بادار وایئ او تاسو ښه کوئ چې داسې وایئ، ځکه چې زه همداسې یم. ۱۴نو که چېرې زه چې ستاسو بادار او استاذ یم ستاسو پښې ووینځلې، نو تاسو هم باید د یو بل پښې ووینځئ. ۱۵ما تاسو ته یو مثال درکړ ترڅو تاسو د یو بل سره همداسې وکړئ لکه څنګه چې ما ستاسو دپاره وکړل. ۱۶په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې هېڅ یو نوکر د خپل بادار څخه لوی نه دی او هېڅ یو استازی د خپل رالېږونکي څخه لوی نه دی. ۱۷اوس چې تاسو په دې شیانو باندې پوه شوئ، نو که عمل ورباندې وکړئ نو تاسو بختور یئ.


د عيسى مسيح وینا — د روح القدس د ورکولو وعده (۳۴)

۱۵که چېرې تاسو زما سره مینه کوئ نو زما په حکمونو باندې به عمل کوئ ۱۶او زه به د پلار نه غوښتنه وکړم او هغه به تاسو ته یو بل مرسته کوونکی درولېږي چې تل ترتله به ستاسو سره وي، ۱۷یعنې د حقیقت روح چې د نړۍ خلک یې نه شي قبلولی، ځکه چې هغه نه ویني او نه یې پېژني. خو تاسو یې پېژنئ، ځکه چې هغه تاسو سره اوسي او په تاسو کې وي. ۱۸زه به تاسو لکه د یتیمانو په شان پرېنږدم، زه بېرته تاسو ته راځم. ۱۹لږ وخت وروسته به د نړۍ خلک نور ما ونه ویني خو تاسو به مې بیا وینئ. ځکه چې زه به راژوندی کېږم نو تاسو به هم ژوندي یئ. ۲۰کله چې هغه ورځ راشي نو تاسو به پوه شئ چې زه په پلار کې یم، تاسو په ما کې یئ او زه په تاسو کې یم.

۲۱هرڅوک چې زما حکمونه ومني او عمل ورباندې کوي نو دا هغه څوک دی چې زما سره مینه کوي. څوک چې زما سره مینه کوي نو زما پلار به ورسره مینه وکړي، او زه به هم د هغه سره مینه وکړم او خپل ځان به ورته ښکاره کړم.» ۲۲یهودا چې اسخریوتي یهودا نه ؤ، هغه ته وویل: «استاذه، ته ولې غواړې چې خپل ځان دې یوازې مونږ ته ښکاره کړې او د نړۍ خلکو ته نه؟» ۲۳عیسی په ځواب کې وویل: «هرڅوک چې زما سره مینه کوي نو هغه به زما په تعلیم باندې عمل کوي. زما پلار به د هغه سره مینه کوي او زه او پلار به هغه ته ورځو او د هغه سره به اوسېږو. ۲۴خو څوک چې زما سره مینه نه کوي هغه زما په تعلیم باندې عمل نه کوي. کوم تعلیم چې تاسو یې اورئ هغه زما تعلیم نه دی بلکې زما د پلار تعلیم دی چې زه یې رالېږلی یم.

۲۵تر هغې پورې چې زه ستاسو سره یم دا خبرې درته کوم. ۲۶خو ستاسو مرسته کوونکی یعنې روح القدس چې پلار به یې زما په نوم راولېږي، هغه به ټول شیان تاسو ته درزده کړي او هرڅه چې ما درته ویلي دي هغه به در په یاد کړي.

۲۷زه تاسو ته سوله درکوم داسې سوله چې یوازې زه یې ورکولای شم. دا د هغې سولې په شان نه ده چې نړۍ یې ورکولای شي. نو څه چې به پېښیږي د هغې په هکله مه ناارامه کېږئ او مه وېرېږئ. ۲۸تاسو واورېدل چې ما وویل زه ځم خو بېرته تاسو ته راځم. که چېرې تاسو زما سره مینه کولای نو د دې خبرې په اورېدلو سره چې زه پلار ته ورځم، تاسو به خوشحاله شوي وای، ځکه چې پلار زما نه ډېر لوی دی. ۲۹مخکې له دې چې دا کار وشي تاسو ته مې وویل نو کله چې دا کار وشي، تاسو به ایمان راوړئ.


د عيسى مسيح وینا — د روح القدس کار (۳۵)

۴دا شیان مې د دې دپاره تاسو ته وویل چې کله د هغوی د واک وخت راشي نو تاسو ته به زما خبرې در په یادې شي.

ما دا شیان په اوله کې تاسو ته ونه ویل ځکه زه په خپله تاسو سره وم، ۵خو زه اوس هغه چاته ورځم چې زه یې رالېږلی یم او تاسو یو هم زما نه دا پوښتنه نه کوئ چې ته چېرته ځې؟ ۶ما چې تاسو ته کوم څه وویل په هغې باندې ستاسو زړونه غمجن شول. ۷خو زه تاسو ته حقیقت وایم چې زما تګ ستاسو دپاره ښه دی ځکه که زه لاړ نه شم نو تاسو ته به مرسته کوونکی رانه شي. خو که زه لاړ شم نو هغه به تاسو ته درولېږم. ۸کله چې هغه راشي، نو د دې نړۍ خلکو ته به د ګناه او د خدای د عدالت او قضاوت په هکله حقیقت ښکاره کړي. ۹د نړۍ خلک د ګناه په هکله غلط فکر لري ځکه چې هغوی په ما باندې ایمان نه راوړي. ۱۰هغوی د عدالت په هکله غلط فکر لري، ځکه چې زه پلار ته ځم او نور به مې ونه وینئ، ۱۱هغوی د خدای د قضاوت په هکله هم غلط فکر لري ځکه چې د دې نړۍ واکمن لا پخوا محکوم کړای شوی دی.

۱۲ډېرې نورې خبرې دي چې باید تاسو ته یې وکړم خو اوس یې تاسو د اورېدلو توان نه لرئ. ۱۳خو کله چې د حقیقت روح راشي نو تاسو ته به د حقیقت طرف ته بوځي. هغه به له خپله ځانه خبرې نه کوي بلکې څه چې هغه اوري هغه به وایي او په راتلونکي کې چې کوم څه کیږي تاسو به ورباندې خبر کړي. ۱۴هغه چې زما نه کوم تعلیم تر لاسه کوي نو تاسو به ورباندې خبروي او په دې ډول به زما جلال ښکاره کوي. ۱۵د پلار سره چې کوم حکمت دی هغه زما هم دی، نو په دې خاطر ما وویل زه چې روح القدس ته کوم تعلیم ورکوم هغه به یې اخلي او تاسو به ورباندې خبروي.»


د عیسی سره خیانت کول او نیول (۳۶)

۴۷عیسی لا خبرې کولې چې یوه ډله راغله او یهودا چې د هغو دولسو شاګردانو څخه ؤ، د هغوی څخه مخکې روان ؤ. هغه عیسی ته ورنژدې شو چې ښکل یې کړي. ۴۸خو عیسی وویل: «ای یهودا! ایا په ښکلولو سره د انسان زوی دښمنانو ته په لاس ورکوې؟» ۴۹کله چې د عیسی شاګردانو ولیدل چې څه کیږي، نو ویې ویل: «استاذه! ایا په تورو یې ووهو؟» ۵۰د هغوی څخه یو تن د لوی کاهن په نوکر ګوزار وکړ او د هغه ښي غوږ یې پرې کړ. ۵۱خو عیسی وویل: «بس یې دی.» عیسی د هغه سړي په غوږ باندې خپل لاس کېښود او هغه یې روغ کړ. ۵۲بیا عیسی مشرانو کاهنانو، د خدای د کور د ساتونکو آمرانو او نورو قومي مشرانو ته چې د هغه د نیولو دپاره راغلي وو، وویل: «ایا زه کوم داړه مار یم چې د تورو او کوتکونو سره زما د نیولو دپاره راغلي یئ؟ ۵۳زه هره ورځ ستاسو سره د خدای په کور کې وم او تاسو زما د نیولو هڅه ونه کړه. خو دا وخت چې تیاره خپره ده نو ستاسو وخت دی.»


د خدای وری یعنې عیسی مسیح مړ کیږي (۳۷)

۱۶نو بیا پیلاتوس عیسی هغوی ته وروسپاره چې په صلیب باندې یې ځوړند کړي.

نو هغوی عیسی لرې بوتلو. ۱۷عیسی په داسې حال کې چې خپل صلیب یې په اوږه ؤ د ښار نه ووت او هغه ځای ته چې د سر د کوپړۍ په نوم یادېده او په آرامي ژبه ورته جلجتا وایي، لاړ. ۱۸په هغه ځای کې هغوی عیسی په صلیب باندې مېخ کړ او د هغه سره یې دوه کسه نور هم چې یو یې یو اړخ او بل یې بل اړخ ته په صلیب باندې ځوړند کړل او عیسی د هغوی په منځ کې ؤ. ۱۹پیلاتوس امر وکړ چې په یوه تخته باندې دې ولیکل شي او د صلیب په سر باندې دې ولګول شي او هغه لیکنه داسې وه: «عیسی ناصري د یهودیانو پاچا.» ۲۰ډېرو یهودیانو دا لیکنه ولوستله، ځکه په کوم ځای کې چې عیسی په صلیب باندې ځوړند کړای شو هغه ښار ته نژدې ؤ. دا لوحه په آرامي، لاتینۍ او یونانۍ ژبو لیکل شوې وه. ۲۱د یهودیانو مشرانو کاهنانو پیلاتوس ته وویل: «تا ولې ولیکل چې هغه د یهودیانو پاچا دی؟ تا باید لیکلي وای چې هغه دعوه کوي چې د یهودیانو پاچا دی.» ۲۲پیلاتوس ځواب ورکړ: «هرڅه چې ما لیکلي دي، لیکلي مې دي.»

۲۳کله چې عسکرو عیسی په صلیب باندې ځوړند کړ نو د هغه کالي یې راواخیستل او په څلورو برخو یې سره ووېشل، هر یو عسکر یوه برخه واخیستله او د هغه کمیس یې هم واخیست. دا کمیس د پاس نه نیولې تر ښکته پورې د یوې ټوټې نه اوبدل شوې وه او هېڅ درز په کې نه ؤ. ۲۴نو عسکرو یو بل ته سره وویل: «راځئ چې دا څېرې نه کړو او پچه ورباندې واچوو او وګورو چې د چا کیږي.» داسې وشول ترڅو د خدای کلام هغه لیکنه رښتیا شي:

«اچوي پچه دوی زما په جامو

او وېشي یې په خپل منځ کې.»

نو عسکرو همدا کار وکړ.

۲۵د هغه صلیب څنګ ته چې عیسی ورباندې مېخ کړای شوی ؤ، د عیسی مور، د هغه ترور، مریم چې د کلوپاس ښځه وه او مریم مجدلیه ولاړې وې. ۲۶کله چې عیسی خپله مور ولیدله چې د هماغه شاګرد په خوا کې چې په هغه باندې ګران ؤ ولاړه وه، نو هغې ته یې وویل: «مور جانې! دا ستا زوی دی.» ۲۷بیا یې هغه شاګرد ته وویل: «دا ستا مور ده.» او د هماغه وخت نه هغه شاګرد هغه د خپلې کورنۍ غړې وګڼله.

۲۸د هغه نه وروسته عیسی پوه شو چې ټول کارونه سرته رسېدلي دي او هغه وویل: «زه تږی یم.» په دې ډول د خدای د کلام وینا رښتیا شوه. ۲۹په هغه ځای کې د عادي شرابو نه ډک یو لوښی پروت ؤ. هغوی یو اسفنج په ساده شرابو باندې لوند کړ او د وېلنې د څانګې په سر یې کېښود او د هغه خولې ته یې ونیوه. ۳۰کله چې عیسی هغه ساده شراب وڅښل نو ویې ویل: «پوره شو!» بیا یې سر ټیټ کړ او خپل روح یې خدای ته وسپاره.

۳۱څرنګه چې دا د فسحې د تیارلو ورځ وه او یهودیانو نه غوښتل چې په صلیب باندې د ځوړند شویو مړي د هغه ځانګړي سبت په ورځ پاتې شي، نو هغوی د پیلاتوس نه وغوښتل چې د هغوی پښې ماتې کړي او کله چې هغوی مړه شي نو د صلیب نه یې راښکته کړي. ۳۲نو عسکر راغلل او د اولني سړي پښې یې چې د عیسی سره په صلیب ځوړند کړای شوی ؤ، ماتې کړې او بیا یې د هغه بل سړي پښې ماتې کړې. ۳۳خو کله چې عیسی ته راغلل نو ویې لیدل چې هغه لا مخکې مړ شوی دی، نو د هغه پښې یې ماتې نه کړې. ۳۴خو یو عسکر عیسی په نېزه باندې په بغل کې وواهه او سمدلاسه یې د بدن نه وینې او اوبه راوبهېدلې. ۳۵یو سړی چې په خپله د دې پېښې شاهد ؤ دغه شاهدي ورکوي او د هغه شاهدي رښتیا ده. هغه پوهیږي چې د څه په هکله خبرې کوي او هغه رښتیا وایي ترڅو تاسو هم ایمان راوړئ. ۳۶همداسې وشول ترڅو د خدای کلام وینا رښتیا شي چې وایي: «د هغه یو هډوکی به هم مات نه شي.» ۳۷او په بل ځای کې وایي: «هغوی به هغه سړي ته ګوري چې په نېزه باندې یې سوری کړ.»


د عیسی مړینه (۳۸)

۴۵د غرمې د دولسو بجو نه د ماسپښین تر درې بجو پورې په ټول وطن کې تیاره راخپره شوه. ۴۶شاوخوا درې بجې وې چې عیسی په زوره زوره چیغه ووهله: «ایلي، ایلي، لما سبقتني؟ یعنې ای زما خدایه، ای زما خدایه، زه دې ولې پرېښودم؟» ۴۷ځینو خلکو چې په هغه ځای کې ولاړ وو، دا واورېدل او ویې ویل: «هغه الیاس نبي ته نارې وهي.» ۴۸د هغوی څخه یو تن سمدلاسه منډه کړه، اسفنج یې راواخیست او په عادي شرابو کې یې لوند کړ او د لرګي په څوکه یې کېښود او عیسی ته یې ورکړ چې ویې څښي. ۴۹خو نورو وویل: «صبر وکړئ، پرېږده وګورو چې الیاس نبي د هغه د خلاصولو دپاره راځي او که نه.» ۵۰عیسی یوځل بیا په لوړ اواز چیغه ووهله او ساه یې ورکړه.

۵۱هغه وخت د خدای د کور پرده د سر نه تر بېخه پورې په منځ کې دوه ټوټې شوه. زلزله شوه او د تیږو تختې وچاودلې، ۵۲قبرونه پرانیستل شول او هغه ډېر سپېڅلي خلک چې د مرګ په خوب ویده وو بیا راژوندي شول ۵۳او د خپلو قبرونو څخه راووتل او د عیسی د راژوندي کېدلو څخه وروسته د اورشلیم سپېڅلي ښار ته لاړل او ډېرو خلکو ته ښکاره شول. ۵۴کله چې هغه رومي منصبدار او د هغه عسکرو چې د عیسی پهره یې کوله، زلزله او ټولې پېښې ولیدلې نو ډېر ووېرېدل او ویې ویل: «هغه په رښتیا د خدای زوی ؤ.»

۵۵په هغه ځای کې ډېرو ښځو چې د جلیل څخه د عیسی د خدمت دپاره راغلې وې د لېرې نه دا هرڅه لیدل. ۵۶په هغوی کې مریم مجدلیه، د یعقوب او یوسف مور مریم او د زبدي د زامنو مور وه.


د عیسی بیا راژوندي کېدل (۳۹)

۱د یکشنبې په ورځ سهار وختي ښځو هغه تیار کړي خوشبویه تېل د ځان سره واخیستل او قبر ته لاړې. ۲هغوی ولیدل چې تیږه د قبر د خولې نه رغړول شوې وه. ۳کله چې دننه ورغلې، نو د عیسی مسیح مړی یې هلته پیدا نه کړ. ۴هغوی لا حیرانې ولاړې وې چې ناڅاپه دوه سړي چې ځلېدونکي کالي یې اغوستي وو د هغوی په خوا کې ودرېدل. ۵ښځې ووېرېدلې او هغوی خپل سرونه ښکته ونیول، نو هغو سړیو ورته وویل: «تاسو ولې ژوندي په مړو کې لټوئ؟ ۶هغه دلته نشته، هغه راژوندی شوی دی. څه چې هغه درته په جلیل کې ویلي وو، هغه در په یاد کړئ، ۷چې د انسان زوی باید ګناهکارانو ته په لاس ورکړل شي، په صلیب به وځړول شي او په درېمه ورځ به بیا راژوندی شي.» ۸بیا هغو ښځو ته د عیسی خبرې ور په یاد شوې. ۹کله چې هغوی بېرته د قبر څخه راغلې نو یوولس رسولان او نور ټول یې د دې پېښې څخه خبر کړل. ۱۰دا ښځې مریم مجدلیه، یونا او د یعقوب مور مریم وې او نورو ښځو هم چې د هغوی سره وې، رسولانو ته دا خبرې وکړې. ۱۱خو د هغوی خبرې رسولانو ته بې معنی ښکاره شوې او په هغوی یې باور ونه کړ. ۱۲خو پطروس پاڅېده او د قبر خواته یې منډه کړه. کله چې ورټیټ شو او دننه یې وکتل، نو له کفن پرته یې نور هېڅ هم ونه لیدل. نو په دې شوې پېښې حیران شو او خپل کور ته لاړ.


د عيسى مسیح خپلو شاګردانو ته د ځان ښکاره کول (۴۰)

۱۹د هماغې یکشنبې په ماښام کله شاګردان د یهودیانو د مشرانو له وېرې د تړلو دروازو شاته سره راټول شوي وو، عیسی راغی او د هغوی په منځ کې ودرېده او ویې ویل: «سلام دې وي پر تاسو باندې!» ۲۰کله چې هغه دا وویل نو هغوی ته یې خپل لاسونه او خپل بغل وروښودل. کله چې شاګردانو خپل استاذ ولیده نو ډېر خوشحاله شول. ۲۱عیسی یوځل بیا وویل: «سلام دې وي پر تاسو باندې! لکه څنګه چې پلار زه رالېږلی یم نو همداسې زه هم تاسو لېږم.» ۲۲بیا یې په هغوی وپوکل او ویې ویل: «زما له خوا روح القدس قبول کړئ. ۲۳که چېرې تاسو د چا ګناهونه وبخښئ نو هغوی به وبخښل شي. که تاسو هغوی ونه بخښئ نو هغوی به ونه بخښل شي.»

۲۴د دولسو شاګردانو څخه توما چې بل نوم یې غبرګونی ؤ، په هغه وخت کې چې عیسی راغی د نورو سره هلته موجود نه ؤ. ۲۵نو نورو شاګردانو هغه ته وویل: «مونږ استاذ لیدلی دی.» خو هغه ورته وویل: «ترڅو پورې چې زه د هغه په لاسونو باندې د مېخونو نښې ونه وینم او خپلې ګوتې ورباندې کېنږدم او خپل لاس د هغه د بدن په بغل کېنږدم نو هېڅکله به باور ونه کړم.»

۲۶یوه هفته وروسته د هغه شاګردان یوځل بیا په کور کې سره راټول شوي وو او توما هم د هغوی سره ؤ. سره له دې چې دروازې بندې وې، خو عیسی راغی او د هغوی په منځ کې ودرېده او ویې ویل: «سلام دې وي پر تاسو باندې!» ۲۷بیا یې توما ته وویل: «خپلې ګوتې دې دلته کېږده، زما لاسونو ته وګوره او خپل لاسونه راوړاندې کړه او زما په بغل باندې یې کېږده او نور شک مه کوه بلکې ایمان ولره.» ۲۸توما وویل: «ای زما استاذه او زما خدایه.» ۲۹عیسی هغه ته وویل: «په دې خاطر چې زه دې ولیدم نو ایمان دې راوړ؟ بختور دي هغه خلک چې زه یې نه یم لیدلی او ایمان راوړي.»

۳۰عیسی د خپلو شاګردانو په حضور کې ډېرې نورې نښې وښودلې چې په دې کتاب کې نه دي لیکل شوي. ۳۱خو دا نښې د دې دپاره لیکل شوي دي چې تاسو په دې ایمان راوړئ چې عیسی هماغه مسیح دی او د خدای زوی دی او په هغه باندې په ایمان راوړلو سره به د هغه په نوم تلپاتې ژوندون ولرئ.


د عیسی مسیح لومړني پیروان (۴۱)

۳۷کله چې خلکو دا واورېدل، نو زړونه یې مات شول. هغوی پطروس او نورو رسولانو ته وویل: «ای ګرانو دوستانو! مونږ باید څه وکړو؟» ۳۸پطروس هغوی ته وویل: «تاسو هر یو باید د خپلو ګناهونو نه توبه وباسئ او د عیسی مسیح په نوم د تعمید غسل واخلئ، په دې ډول به ستاسو ګناهونه وبخښل شي او روح القدس به د یو نعمت په توګه تر لاسه کړئ. ۳۹ځکه چې دا وعده ستاسو سره، ستاسو د اولادونو او هغو خلکو سره ده چې په لېرې ځایونو کې اوسیږي، یعنې د هغو ټولو سره چې زمونږ څښتن خدای یې خپل ځان ته رابولي.» ۴۰پطروس هغوی ته نورې ډېرې خبرې وکړې او هغوی ته یې خبرداری ورکړ او ویې ویل: «خپل ځانونه د دې زمانې د بدکارو خلکو څخه وساتئ.» ۴۱کومو خلکو چې د پطروس پیغام ومانه، نو هغوی ته د تعمید غسل ورکړل شو. په هغه ورځ شاوخوا درې زره کسان د ایماندارانو د ډلې سره یوځای شول.

۴۲ایماندارانو خپل وخت د رسولانو څخه د تعلیم په اورېدلو، د یو بل سره په ملګرتیا، په ګډه سره د ډوډۍ په خوړلو او دعا کولو تېراوه. ۴۳د هغو حیرانوونکو کارونو او معجزو له امله چې د رسولانو په وسیله به ښودل کېدلې، د ټولو په زړونو کې به وېره پیدا کېدله. ۴۴ټول ایمانداران به سره راټولېدل او هغوی چې هرڅه لرل نو ټول به په کې شریک وو. ۴۵هغوی به خپل مال او جایداد خرڅاوه او هر یو ته به یې د هغه د اړتیاوو له مخې پیسې ورکولې. ۴۶هغوی به هره ورځ د خدای په کور کې سره راټولېدل او په خپلو کورونو کې به یې په خوشحالۍ او اخلاص یوځای ډوډۍ خوړله. ۴۷هغوی به د خدای ثنا ویله او ټول خلک ترې خوشحاله وو او هره ورځ به چې څومره خلکو خلاصون مونده، نو څښتن به د هغوی په ډله کې شاملول.


WordPress.com پر بلاگ.

Up ↑