د حضرت ادم کیسه (۱)
وېره، شرم او ګناه څنګه دنیا ته راغلل؟

د هغو ټولو وحشي حیواناتو د ډلې څخه چې څښتن خدای جوړ کړي وو، مار ډېر مکرجن ؤ. یوه ورځ هغه ښځې ته راغی او پوښتنه یې ترې وکړه: «ایا په رښتیا خدای تاسو ته ویلي دي چې په باغ کې د هېڅ یوې ونې مېوه ونه خورئ؟»
ښځې ځواب ورکړ: «خدای ویلي دي چې مونږ کولای شو د باغ د ټولو ونو د مېوو څخه وخورو، بې له هغې ونې څخه چې د باغ په منځ کې ده. هغه مونږ ته ویلي دي چې د هغې ونې مېوه مه خورئ حتی هغې ته لاس هم مه وروړئ، که داسې مو وکړل نو تاسو به مړه شئ.»
مار ښځې ته وویل: «ډاډه اوسئ، تاسو به مړه نه شئ. خدای پوهیږي چې که چېرې تاسو د دې ونې مېوه وخورئ، نو ستاسو سترګې به خلاصې شي او تاسو به د خدای په شان شئ او په ښو او بدو شیانو باندې به پوه شئ.»
ښځې ونې ته په ځیر وکتل او هغه ونه د هغې په نظر کې ښکلې او مېوه یې خوندوره ښکاره شوه، فکر یې وکړ چې دا ونه به د پوهې د حاصلولو دپاره څومره ښه وي. نو هغه مېوه یې راواخیستله او ویې وخوړله او خپل مېړه ته یې چې د هغې سره ؤ هم ورکړه او هغه هم وخوړله. په هماغه وخت کې د هغوی سترګې وغړېدلې او پوه شول چې لوڅ دي، نو د انځر پاڼې یې یو تر بله سره وګنډلې او ځانونه یې ورباندې پټ کړل.
د حضرت ادم کیسه (۲)
د ګناه او شرم نتیجه

مازدیګر کله چې باد لګېده، آدم او د هغه ښځې د څښتن خدای د قدمونو اواز واورېد چې په باغ کې ګرځېده. هغوی ووېرېدل او ځانونه یې د ونو ترشا پټ کړل. څښتن خدای په آدم باندې غږ وکړ: «ته چېرته یې؟» هغه ځواب ورکړ: «په باغ کې مې ستا د قدمونو اواز واورېد، ووېرېدم او خپل ځان مې پټ کړ، ځکه چې لوڅ وم.»
خدای ورڅخه پوښتنه وکړه: «تاته چا وویل چې لوڅ یې؟ ایا د هغې ونې مېوه دې خوړلې ده چې ما درته ویلي وو چې هغه مه خوره؟» آدم وویل: «هغې ښځې چې تا ماته راکړې ده، دا مېوه راکړه او ما وخوړله.»
نو څښتن خدای د ښځې څخه پوښتنه وکړه: «تا څه وکړل؟» ښځې ځواب ورکړ: «مار زه وغولولم او ما هغه مېوه وخوړله.»
نو څښتن خدای مار ته وویل: «په دې سبب چې تا دا کار کړی دی ته به د نورو ټولو کورني او وحشي حیواناتو څخه زیات لعنتي یې! ټول عمر به په سینه باندې ښویېږې او خاورې به خورې. زه به داسې وکړم چې ته او دا ښځه به د یو بل څخه کرکه کوئ. ستا د نسل او د ښځې د نسل ترمنځ به همېشه دښمني وي. هغه به ستا سر ټکوي او ته به د هغه پونده چیچې.»
څښتن خدای ښځې ته وویل: «د اولاد د زېږولو په وخت کې به ستا دردونه زیات کړم، خو ته به د مېړه شوق کوې او هغه به په تا باندې حکم چلوي.»
څښتن آدم ته وویل: «دا چې تا د خپلې ښځې خبره اورېدلې ده او د هغې ونې مېوه دې وخوړله چې ما درته ویلي وو چې هغه ونه خورې، نو دا ځمکه ستا په سبب لعنتي شوه او ته به ټول عمر د هغې څخه په ډېر زحمت سره خوراک لاسته راوړې. ځمکه به هرزه بوټي او اغزي راشنه کوي او ته به ځنګلي بوټي خورې. د خپل تندي په خولو باندې به خواړه تر لاسه کوې، تر هغه وخته پورې چې بېرته هغې خاورې ته وروګرځې د کومې څخه چې جوړ شوی یې، ځکه چې ته خاوره یې او بېرته به خاورې ته ورګرځې.»
آدم په خپلې ښځې باندې حوا نوم کېښود ځکه چې هغه به د ټولو انسانانو مور وي.
څښتن خدای د آدم او د هغه د ښځې دپاره د حیوان د پوستکي څخه کالي جوړ کړل او هغوی ته یې ورواغوستل.
څښتن خدای وفرمایل: «اوس چې آدم زمونږ په شان شو چې ښه او بد پېژني باید دا اجازه ورنه کړای شي چې د ژوندانه د ونې څخه مېوه وخوري او تر ابده پورې ژوندی پاتې شي.» نو څښتن خدای دوی د عدن د باغ څخه وشړل چې لاړ شي او په هغې ځمکې باندې کار وکړي چې د هغې د خاورې څخه حضرت آدم جوړ شوی ؤ. حضرت آدم یې وشاړه او د عدن د باغ لمرخاته خواته د ننوتلو په دروازه کې یې کیروبیان او هغه اور لرونکې توره چې هرې خواته به تاوېدله، ودرول ترڅو څوک ونه شي کولی چې د ژوندانه ونې ته ورنژدې شي.
د حضرت نوح کیسه (۱)
ځمکه د ګناه او شرم نه ډکه شوه

څښتن ولیدل چې په دنیا کې د انسان بدکاري زیاته شوه او د دوی ټول خیالونه او ارادې تل خرابې دي. نو څښتن پښېمانه شو او هغه خفه شو چې انسان یې د ځمکې په مخ پیدا کړی دی.
نو هغه وویل: «زه به د ځمکې له مخ څخه ټول ژوندي مخلوقات له منځه یوسم! زه به انسانان، حیوانات، مرغان او خزندې له منځه یوسم. زه پښېمانه یم چې دوی مې جوړ کړل.»
خو خدای د نوح څخه راضي ؤ.
د حضرت نوح کیسه (۲)
خدای پاک حضرت نوح ته خبرداری ورکوي

نوح په خپله زمانه کې نېک او پرهېزګار سړی ؤ او خدای ته ډېر نژدې ؤ. هغه درې زامن درلودل: سام، حام او یافت. خو د خدای په نظر کې ځمکه د فساد څخه ډکه شوې وه او د ظلم زیاتي لمن هرې خواته خپره شوې وه. خدای ولیدل چې دنیا فاسده شوې ده، ځکه چې ټول انسانان بې_لارې شوي او فاسد شوي دي.
خدای نوح ته وویل: «ما دا فیصله کړې ده چې ټول انساني نسل بېخي له منځه وړم، ځکه چې دنیا د دوی د زورزیاتي د عملونو څخه ډکه شوې ده. د ځان دپاره د ډېرو ښو لرګیو څخه کشتۍ جوړه کړه، په هغې کې کوټې جوړې کړه او دننه او دباندې ورته د قیر پوښ ورکړه. او هغه داسې جوړه کړه چې اوږدوالی یې یوسلو پنځه دېرش متره، سور یې دوه ویشت متره او لوړوالی یې دیارلس متره وي. په کشتۍ باندې یو بام جوړ کړه او د پنځه څلوېښت سانتي مترو په شاوخوا کې د بام او د کشتۍ د اړخ ترمنځ فاصله پرېږده. کشتۍ درې منزله جوړه کړه او په یوه اړخ کې ورته دروازه جوړه کړه. زه په ځمکه باندې سېلاب راولم چې ټول ژوندي موجودات له منځه یوسي او هر هغه څه چې په ځمکه کې دي، مړه شي.
خو زه به ستا سره لوظ وکړم چې ته به د خپلو زامنو، خپلې ښځې او د خپلو زامنو د ښځو سره کشتۍ ته ورننوځې. د ټولو ژوندیو مخلوقاتو څخه یوه یوه جوړه نر او ښځه د ځان سره کشتۍ ته راوله، ترڅو هغه ژوندي وساتې. د هر ډول مرغانو، حیواناتو او خزندو څخه به دوه دوه راشي، ترڅو ژوندي پاتې شي. د خپل ځان او هغوی دپاره هر ډول خواړه د ځان سره واخله او ذخیره یې کړه.» نو نوح ټول کارونه د خدای د حکم سره سم سرته ورسول.
د حضرت نوح کیسه (۳)
حضرت نوح د خدای حکم مني

څښتن نوح ته وویل: «د خپلې ټولې کورنۍ سره کشتۍ ته ننوځه، ځکه چې په ټوله دنیا کې مې یوازېنی سړی ته ولیدلې چې نېک کارونه کوې. د ټولو پاکو حیواناتو څخه اووه، اووه جوړې نر او ښځه او د ناپاکو حیواناتو څخه یوه، یوه جوړه نر او ښځه د ځان سره واخله. او همدارنګه د هر قسم مرغانو څخه اووه جوړې نر او ښځه واخله، ترڅو د هغوی نسل د ځمکې په مخ باندې ژوندی پاتې شي. ځکه چې زه به له اووه ورځو وروسته په ځمکه باندې څلوېښت شپې او څلوېښت ورځې باران واوروم او ټول ژوندي مخلوقات چې ما جوړ کړي دي، هغه به له منځه یوسم.»
نوح هغه ټول کارونه سرته ورسول چې خدای ورته حکم کړی ؤ. نوح د شپږسوه کالو په عمر ؤ چې په ځمکه باندې سېلاب راغی. نوح او د هغه زامن او ښځه او د زامنو ښځې یې د سېلاب څخه د بچ کېدلو په خاطر کشتۍ ته ننوتل. لکه څنګه چې خدای نوح ته حکم کړی ؤ، د پاکو او ناپاکو حیواناتو څخه او د مرغانو او خزندو څخه یوه، یوه جوړه نر او ښځه نوح ته راغلل او کشتۍ ته ورننوتل. نو اووه ورځې وروسته سېلاب راغی.
د حضرت نوح کیسه (۴)
خدای پاک بچ کوي څوک چې پرې باور کوي

نوح شپږسوه کلن ؤ او د دوهمې میاشتې په اوولسمه ورځ د ځمکې لاندې ژورو ځایونو څخه اوبه راووتلې او د اسمان دروازې خلاصې شوې. څلوېښت شپې او څلوېښت ورځې په ځمکه باندې باران واورېده. او په هماغه ورځ نوح او د هغه زامن، سام، حام او یافت او د نوح ښځه او د هغه د زامنو درې ښځې کشتۍ ته ورننوتل. د هغوی سره د هر قسم کورني او وحشي حیواناتو، خزندو او د هر قسم مرغانو یعنې د ژوندیو مخلوقاتو څخه یوه یوه جوړه نوح ته راغله او کشتۍ ته ننوتل. لکه څنګه چې خدای حکم کړی ؤ، هغوی د هر ژوندي مخلوق څخه نر او ښځه ننوتل. نو څښتن هغوی پسې دروازه وتړله.
باران څلوېښت ورځې واورېد او اوبه د ځمکې په مخ زیاتې شوې او کشتۍ یې پورته کړه او د ځمکې څخه اوچته شوه. اوبه ډېرې پورته شوې او کشتۍ د اوبو په مخ باندې روانه شوه. اوبه تر دې اندازې زیاتې شوې چې تر اسمان لاندې ټول لوړ غرونه یې پټ کړل. اوبه د غرونو د څوکو څخه اووه متره اوچتې شوې. د ځمکې په مخ هر ژوندی موجود یعنې کورني او وحشي حیوانات، مرغان، خزندې او انسانان ټول مړه شول. د ځمکې په مخ ټول ساه لرونکي مړه شول. څښتن د ځمکې په مخ ټول ژوندي مخلوقات، انسانان او حیوانات، خزندې او مرغان له منځه یوړل او یوازې نوح او هغوی چې په کشتۍ کې ورسره وو، پاتې شول.
د حضرت ابراهیم کیسه (۱)
ایا خدای انسان ته ښکاره کیږي؟

څښتن ابرام ته وویل: «خپل وطن، خپلوان او د خپل پلار کور پرېږده او هغه هېواد ته لاړ شه چې زه یې درته ښایم. زه به ستا څخه لوی قوم جوړ کړم او به برکت درکړم. ستا نوم به مشهور کړم او د نورو دپاره به د برکت سبب وګرځې. څوک چې برکت درکوي، زه به هغوی ته برکت ورکړم .خو څوک چې په تا باندې لعنت وایي، زه به په هغوی باندې لعنت ووایم او ستا په وسیله به د دنیا ټولو قومونو ته برکت ورکړم.»
لکه څنګه چې خدای ابرام ته ویلي وو، هغه لاړ او لوط هم ورسره لاړ. ابرام د پنځه اویا کالو په عمر ؤ چې د حران څخه روان شو. ابرام خپله ښځه سارای، خپل وراره لوط، خپل غلامان او هغه ټوله شتمني چې په حران کې یې پیدا کړې وه، د ځان سره واخیستل او کنعان ته روان شول.
کله چې هلته ورسېدل، ابرام په هغې خاوره کې ګرځېده، ترڅو د موره مقدسې ونې ته ورسېده چې هغه په شکیم کې یو ځای ؤ. (په هغه وخت کې په هغې خاورې کې کنعانیان اوسېدل.) څښتن ابرام ته ښکاره شو او هغه ته یې وویل: «دا هغه وطن دی چې زه غواړم هغه ستا اولادې ته ورکړم.» نو ابرام په هغه ځای کې چې څښتن ورته ورښکاره شوی ؤ، د قربانۍ ځای جوړ کړ. بیا یې هغې غرنۍ سیمې ته کډه وکړه چې د لمرپرېواته خوا څخه بیت_ئیل او د لمرخاته خوا څخه عای ته رسیږي. ابرام په هغه ځای کې خپلې خېمې ودرولې او هلته یې د قربانۍ ځای جوړ کړ او د څښتن عبادت یې وکړ. بیا هغه د یو ځای څخه بل ځای ته کډه کوله او د کنعان جنوب خواته لاړ.
د حضرت ابراهیم کیسه (۲)
د قربانۍ ګډ

څه موده وروسته خدای په ابراهیم باندې ازمایښت وکړ او هغه ته یې وویل: «ای ابراهیمه!» او ابراهیم ځواب ورکړ: «هو، زه حاضر یم!»
خدای وویل: «خپل زوی اسحاق چې ستا یوازېنی زوی دی او په تا باندې ډېر ګران دی، واخله او د موریا سیمې ته لاړ شه او هغه په هغه غره باندې چې زه یې درته ښایم زما دپاره د سوځېدونکې نذرانې په توګه قرباني کړه.»
ابراهیم سهار وختي پاڅېد، د سوځېدونکې نذرانې دپاره یې لرګي مات کړل او هغه یې په خره باندې بار کړل. خپل دوه نوکران او خپل زوی اسحاق یې د ځان سره واخیستل او هغه ځای ته روان شول چې خدای ورته ویلي وو. په درېمه ورځ ابراهیم هغه ځای د لېرې څخه ولید. بیا هغه خپلو نوکرانو ته وویل: «تاسو دلته د خره سره پاتې شئ، زه او هلک به هلته لاړ شو. مونږ به هلته عبادت وکړو او بېرته به بیا تاسو ته راشو.»
ابراهیم د قربانۍ لرګي خپل زوی ته په اوږو باندې کېښودل او خپله یې چاقو او اور واخیستل او دواړه یوځای سره روان شول. اسحاق خپل پلار ته وویل: «ای پلاره!» هغه ځواب ورکړ: «وایه زما زویه!» هغه وویل: «زه پوهېږم چې ستا سره اور او لرګي شته، خو د سوځېدونکې نذرانې وری چېرته دی؟»
ابراهیم ځواب ورکړ: «ای زما زویه، خدای به په خپله د سوځېدونکې نذرانې دپاره وری پیدا کړي.» او دواړه یوځای سره روان شول.
کله چې هغه ځای ته چې خدای ورته ویلي وو، ورسېدل، ابراهیم هلته د قربانۍ ځای جوړ کړ او په هغه باندې یې لرګي په ترتیب سره کېښودل. هغه خپل زوی اسحاق وتاړه او د لرګیو دپاسه یې کېښود. بیا هغه چاقو راواخیست چې خپل زوی حلال کړي.
خو د څښتن فرښتې د اسمان څخه هغه ته غږ وکړ: «ای ابراهیمه، ای ابراهیمه!» هغه ځواب ورکړ: «زه حاضر یم.»
هغه وویل: «هلک ژوبل نه کړې او په هغه باندې هېڅ ونه کړې! زه اوس پوه شوم چې ته د خدای څخه وېرېږې، ځکه چې خپل یوازېنی زوی دې زما څخه درېغ نه کړ.»
ابراهیم سترګې پورته کړې او ویې لیدل چې شاته یې یو ګډ دی چې ښکرونه یې په بوټي کې نښتي وو. ابراهیم ورغی، هغه یې راونیوه او د خپل زوی په ځای یې د سوځېدونکې نذرانې په توګه قرباني کړ. او ابراهیم دغه ځای د «څښتن به یې تیاروي« په نوم یاد کړ او حتی تر نن ورځې پورې داسې ویل کیږي: «هغه به د څښتن په غره کې تیار شي.»
د حضرت موسی کیسه
د وري وینه

بیا موسی د اسراییلو ټول مشران راوغوښتل او ورته ویې ویل: «لاړ شئ او د خپلو کورنیو دپاره د رمو څخه وري او وزې واخلئ او د فسحې د اختر دپاره یې حلال کړئ. د وېلنو د بوټو یوه غونچه واخلئ او په هغې وینه کې یې غوټه کړئ چې په لوښي کې ده او د چوکاټ په دواړو څنګونو او د دروازې په پورتنۍ برخه یې ووهئ.
هېڅوک به د خپل کور څخه تر سهار پورې نه وځي. کله چې څښتن د مصریانو د وژلو دپاره د مصر څخه تېریږي، هغه به د دروازو په چوکاټونو او د دروازو په پورتنیو برخو وینه وویني او د مرګ فرښته به پرېنږدي چې ستاسو کورونو ته ستاسو د وژلو دپاره ورننوځي.
تاسو او ستاسو اولادونه باید د تل دپاره په دې اصولو باندې عمل وکړي. کله چې تاسو هغې ځمکې ته چې څښتن یې د ورکولو وعده ستاسو سره کړې ده ورداخل شئ، باید دا مراسم هلته سرته ورسوئ.
کله چې ستاسو ماشومان له تاسو څخه پوښتنه وکړي چې د دې مراسمو معنی څه ده؟ تاسو به په ځواب کې ووایئ: دا د فسحې د اختر قرباني ده چې د څښتن د احترام دپاره یې کوو، ځکه چې هغه شپه چې څښتن په مصر کې د اسراییلیانو د کورونو دپاسه تېر شو، هغه مصریان ووژل، خو مونږ یې ژوندي پرېښودلو.»
بیا قوم په سجده شو او عبادت یې وکړ. بیا هغوی لاړل او څنګه چې څښتن په موسی او هارون باندې امر کړی ؤ، هماغسې یې وکړل.
په نیمه شپه کې څښتن په مصر کې ټول مشران زامن ووژل. د فرعون د زوی څخه نیولې چې د تخت وارث ؤ د بندي تر مشر زوی پورې چې په زندان کې ؤ او د ټولو حیواناتو اولني بچیان یې هم ووژل. فرعون، د هغه ټول درباریان او مصریان د شپې راویښ شول او په مصر کې سخته ژړا او واویلا وه، ځکه چې هلته داسې کور نه ؤ چې مړی په کې نه ؤ شوی.
د حضرت داود کیسه (۱)
هم پیغمبر ؤ او هم پاچا ؤ

بيا په حبرون کښې د بنى اِسرائيل ټولې قبيلې داؤد ته راغلې او هغۀ ته يې ووئيل، ”مونږ ستا خپله وينه يُو. په تېره زمانه کښې، ترڅو چې ساؤل زمونږ بادشاه وو نو تا په جنګ کښې د بنى اِسرائيلو مشرى کوله او مالِک خُدائ تا ته وفرمائيل چې تۀ به د هغۀ د خلقو مشرى کوې او د هغوئ بادشاه به يې.“ نو د بنى اِسرائيل ټول مشران په حبرون کښې داؤد بادشاه له راغلل. داؤد د هغوئ سره لوظ وکړو، هغوئ د هغۀ سر په تېلو غوړ کړو، نو هغه د بنى اِسرائيلو بادشاه شو.
د حضرت داود کیسه (۲)
غوره شوی اولاد

۸نو زما خِدمت کوونکى داؤد ته ووايه چې زۀ ربُ الافواج هغۀ ته وايم چې ما تۀ په پټو کښې د ګډو شپونتوب نه بوتلې او د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو بادشاه مې جوړ کړې. ۹تۀ چې چرته هم تلې نو زۀ ستا مل وم او چې تۀ مخ په وړاندې تلې نو ما ستا ټولو دشمنانو له شکست ورکولو. زۀ به ستا نوم د دُنيا د لويو مشرانو په شان مشهور کړم. ۱۰-۱۱ما د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دپاره يو ځائ خوښ کړے دے او ما هغوئ هلته آباد کړى دى، چې هلته به نور هغوئ بغېر د څۀ تکليف نه ژوند تېروى. د کوم وخت نه چې هغوئ دې مُلک ته ننوتلى دى، نو خراب خلق په هغوئ باندې حملې کوى، خو داسې به بيا نۀ کيږى. زۀ تا سره وعده کوم چې تا به د خپلو ټولو دشمنانو نه بچ کوم او تا له به اولاد درکړم. ۱۲کله چې تۀ مړ شې او د خپل پلار نيکۀ په اديره کښې ښخ شې، نو زۀ به ستا يو زوئ بادشاه جوړ کړم او د هغۀ بادشاهى به قائمه کړم. ۱۳نو هغه به زما د نوم دپاره کور جوړ کړى او د هغۀ بادشاهى به د همېشه دپاره قائمه کړم. ۱۴زۀ به د هغۀ د پلار په شان يم او هغه به زما د زوئ په شان وى. کله چې هغه غلطى وکړى نو زۀ به هغۀ له د يو انسانى پلار په شان په چُوکه سزا ورکوم. ۱۵خو زۀ به د هغۀ نه خپله نۀ ختمېدونکې مينه نۀ لرې کوم لکه څنګه چې ما د ساؤل نه لرې کړه، هغه مې د دې دپاره اخوا کړو چې تۀ بادشاه شې. ۱۶تۀ به همېشه اولاد لرې او زۀ به ستا بادشاهى تل دپاره قائمه ساتم. ستا بادشاهت به هيڅکله نه ختميږى.“ ۱۷ناتن داؤد ته هغه ټولې خبرې وکړې چې خُدائ پاک په هغۀ نازلې کړې وې.
د حضرت داود کیسه (۳)
عظيم مشير، خدای تعالی، ابدي پلار او د امن شهزاده

زمونږ دپاره يو ماشوم پېدا شوے دے. مونږ له يو زوئ راکړے شوے دے. او حکمرانى به د هغۀ په اوږو وى. هغه به په دې نومونو سره ياديږى، ”عظيم مشير،“ ”خُدائ تعالىٰ،“ ”ابدى پلار“ او ”د امن شهزاده.“ د هغۀ شاهى طاقت به زياتيږى، د هغۀ بادشاهى به تل په امن کښې وى. هغه به د داؤد نه پس بادشاه وى، د هغۀ د بادشاهۍ بنياد به په صداقت او اِنصاف باندې قائم وى، د اوس نه واخله تر همېشه همېشه پورې به د هغۀ بادشاهى قائمه وى. د مالِک خُدائ ربُ الافواج غېرت به هم دغه شان وکړى.
د حضرت يونس کیسه (۱)
د راتلوونکي قضاوت په اړه خدای خبرداری ورکوي

د مالِک خُدائ کلام د امِتى په زوئ يُونس نازل شو، ”سمدستى د نينوه لوئ ښار ته لاړ شه او د هغې خلاف زما د فېصلې اعلان وکړه، ځکه چې ما ليدلى دى چې د دغه ښار خلق څومره بدعمله دى.“ خو يُونس د مالِک خُدائ نه وتښتېدو او ترسيس ته روان شو. هغه يافا ښار ته ورسېدو، هلته هغۀ وکتل چې يو سمندرى جهاز ترسيس ته تلو والا دے. هغۀ کرايه ورکړه او سمندرى جهاز ته وختو او ترسيس ته روان شو چې د مالِک خُدائ نه وتښتى. خو مالِک خُدائ په سمندر يو لوئ طوفان راوستو، او طوفان دومره تېز وو چې د جهاز د ماتېدو خطره وه.
د حضرت يونس کیسه (۲)
يونس درې ورځې او درې شپې د لوی ماهي یا غټ کب په ګېډه کې تېروي

د سمندرى جهاز ماڼکيان ډېر يرې واخستل او هر يو خپل خُدائ ته چغې وهلې. او هغوئ د جهاز د وزن سپکولو دپاره سامان سمندر ته وغورزولو. خو يُونس ښکته کوز شوے وو، هلته هغه په خوږ خوب اودۀ پروت وو. د جهاز مشر هغۀ له ورغلو او ورته يې ووئيل چې، ”تۀ څنګه اودۀ يې؟ پاڅه او خپل خُدائ ته سوال وکړه. کېدے شى چې هغه زمونږ خيال وساتى، او مونږ تباهۍ نه بچ شُو.“
د جهاز ماڼکيانو يو بل ته ووئيل چې، ”راځئ چې پچه واچوو چې پته ولګى چې څوک د دې افت ذمه وار دے.“ نو هغوئ پچه واچوله او پچه د يُونس د نوم راووتله. نو هغوئ ورته ووئيل چې، ”مونږ ته ووايه چې څوک د دې ذمه وار دے چې مونږ ټولو ته يې دا مصيبت جوړ کړو؟ تۀ څۀ کار کوې؟ تۀ د چرته نه راغلے يې؟ تۀ د کوم مُلک يې؟ تۀ د کوم قوم يې؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”زۀ عبرانے يم او زۀ د مالِک خُدائ عبادت کوم، د آسمانى خُدائ پاک، چا چې زمکه او سمندر پېدا کړى دى.“ يُونس هغوئ ته دا هم وفرمائيل چې، ”زۀ د مالِک خُدائ د حضور نه تښتم.“ دې هر څۀ اورېدو سره مسافر سخت ويرېدل او ورته يې ووئيل، ”دا تا څۀ کړى دى؟“ د سمندر چپې لا نورې هم زياتېدې نو هغوئ هغۀ نه تپوس وکړو، ”مونږ تا سره څۀ وکړُو چې مونږ دپاره دا سمندر په آرام شى؟“ ”ما اوچت کړئ او سمندر ته مې وغورزوئ،“ يُونس ورته جواب ورکړو، ”نو طوفان به قلار شى. ما ته پته ده چې دا زما غلطى ده چې په تاسو دا لوئ طوفان راغلو.“ باوجود د دې، هغه سړو چپو وهلو سره د سمندر غاړې ته د تلو ډېر کوشش وکړو. خو هغوئ ونۀ رسېدل، ځکه چې سمندر کښې طوفان د مخکښې نه نور هم خطرناک شو. نو هغوئ د يُونس مالِک خُدائ ته چغې کړې، ”اے مالِکه خُدايه، مونږ د دې سړى د ژوند د ختمولو په وجه مړۀ نۀ کړې. مونږ د يو بېګناه سړى په مرګ باندې راونۀ نيسې، ځکه چې اے مالِکه خُدايه، تۀ هغه څۀ کوې څۀ چې ستا رضا وى.“ نو بيا هغوئ يُونس اوچت کړو او سمندر ته يې وغورزولو، او طوفان سمدستى قلار شو. په دې کار هغه خلق د مالِک خُدائ نه ډېر ويرېدل او هغوئ يوه قربانى پېش کړه او منښتې يې ومنلې. خو مالِک خُدائ يو غټ کب راولېږلو چې يُونس تېر کړى، او يُونس درې ورځې او درې شپې د کب په ګېډه کښې وو.
د حضرت يونس کیسه (۳)
يونس خدای ته په خپل تکليف کې آواز کوي

د کب په ګېډه کښې يُونس مالِک خُدائ، خپل خُدائ پاک ته دُعا وکړه. هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ ته ما په خپل تکليف کښې آواز وکړو، او هغۀ ما له جواب راکړو. ما د عالمِ ارواح نه د مدد دپاره آواز وکړو، او تا زما فرياد ته غوږ ونيولو. تا زۀ لاندې ډوبو اوبو کښې د سمندر مينځ ته وغورزولم، او د سمندر زورَورو چپو زۀ راګېر کړم، او هغه ټولې زورَورې چپې چې تا رالېږلې وې په ما تېرې شوې. ما ووئيل، زۀ ستا د حضور نه شړلے شوے يم، خو زۀ به بيا هم ستا مقدس کور ته ګورمه. اوبو زۀ مرۍ پورې راګېر کړم، سمندر زۀ ډُوب کړم، او د سمندر واښۀ زما د سر نه راتاؤ شُو. زۀ لاندې د غرونو بېخ پورې ډوب شوم، لاندې زمکې زۀ د همېشه دپاره بنديوان کړم. خو تا زما ژوند د کندې نه راوويستو، اے زما مالِکه خُدايه. کله چې زما ساه وتله، نو اے مالِکه خُدايه ما ته تۀ ياد وې، او زما دُعا ستا مقدس کور کښې تا ته درورسېده. هغه څوک چې د بېکاره بُتانو عبادت کوى، هغوئ د مالِک خُدائ ټولو رحمونو ته شا کوى. خو زۀ به د شُکر ګزارۍ آواز سره تا ته قربانى وکړم. او څۀ منښته چې ما منلې ده هغه به زۀ پوره کوم. مالِک خُدائ خلاصونکے دے.“ او مالِک خُدائ کب ته حُکم وکړو، او کب يُونس په اوچه زمکه بهر وغورزولو.
د عیسی مسیح کیسه (۱)
د پاچا داود تخت به عیسی مسیح ته ورکړل شي

د الیزابت د امیدوارۍ په شپږمه میاشت خدای جبراییل فرښته د جلیل په ولایت کې د ناصریې په نوم یو ښار ته ولېږله، ترڅو یوې پېغلې ته چې د یوسف نومي سړي سره یې چې د داود پاچا د کورنۍ څخه ؤ کوژدن شوې وه، ورشي. د هغې پېغلې نوم مریم ؤ. فرښته هغې ته راغله او ویې ویل: «سلام په تا چې ډېر فضل درباندې شوی دی، څښتن ستا سره مل دی.» مریم د فرښتې په خبره ډېره وارخطا شوه او په فکر کې ډوبه شوه چې د دې خبرو معنی به څه وي. فرښتې هغې ته وویل: «ای مریمې مه وېرېږه! خدای په تا مهربانه شوی دی. ګوره، ته به امیدواره شې او زوی به دې وشي او د هغه نوم به عیسی کېږدې. هغه به لوی شخصیت وي او د خدای تعالی د زوی په نوم به یاد شي. څښتن خدای به د هغه د نیکه داود تخت هغه ته ورکړي. هغه به د تل دپاره د یعقوب په اولادې باندې پاچاهي کوي او د هغه پاچاهي به هېڅکله نه ختمیږي.»
مریم فرښتې ته وویل: «داسې څنګه کېدای شي؟ زه لا پېغله یم او تر اوسه واده شوې نه یم.» فرښتې ځواب ورکړ: «په تا به روح القدس نازل شي او د خدای تعالی قدرت به په تا باندې سیوری وکړي او له دې امله به هغه سپېڅلی ماشوم د خدای تعالی د زوی په نوم یاد شي. وګوره، ستا خپلوانه الیزابت به هم په زاړه عمر کې زوی راوړي. سره له دې چې هغې ته شنډه او بې اولاده ویل کېده، خو اوس شپږ میاشتې کیږي چې امیدواره ده. ځکه چې د خدای دپاره هېڅ کار ناشونی نه دی.» مریم وویل: «زه د څښتن خدمتګاره یم. تا چې څه وویل هماغسې دې وشي.» او فرښته ورڅخه لاړه.
د عیسی مسیح کیسه (۲)
عیسی د داود د کورنۍ څخه دی او هغه د خدای غوره شوی مسیح دی

په هغه وخت کې امپراتور اګوستوس د روم په ټوله امپراتورۍ کې د سرشمېرنې په خاطر یو فرمان جاري کړ. دا لومړنۍ سرشمېرنه وه چې د سوریې د والي کرینوس په وخت کې وشوه. هرڅوک خپل ښار ته لاړ چې خپل نوم ولیکي. نو یوسف هم د جلیل د ناصرې د ښار څخه د یهودیې د ولایت د بیت لحم ښار ته چې د داود پاچا د زېږېدنې ځای ؤ لاړ، ځکه چې هغه د داود د کورنۍ څخه ؤ. یوسف د مریم سره چې کوژدنه یې وه او امیدواره وه، د نوم لیکنې دپاره هلته لاړ. او کله چې هغوی په بیت لحم کې وو د هغې د ماشوم د زېږېدلو وخت راورسېد. هغې خپل لومړنی اولاد چې هلک ؤ، وزېږاوه. هغه یې په اورني کې تاو کړ او په آخور کې یې کېښود، ځکه چې په مسافرخانه کې د هغوی دپاره ځای نه ؤ.
شپنو ته د فرښتو زېری
په هغې سیمه کې څو شپانه وو چې په شاوخوا ځمکو کې اوسېدل او د شپې به یې په خپلو رمو باندې پام کاوه. د څښتن فرښته هغوی ته ښکاره شوه او د څښتن د جلال رڼا په هغوی باندې وځلېدله. هغوی سخت ووېرېدل. خو فرښتې هغوی ته وویل: «مه وېرېږئ، ما تاسو ته یو زېری راوړی چې د ټولو خلکو دپاره به یوه لویه خوشحالي وي. همدا نن د داود په ښار کې ستاسو دپاره یو خلاصوونکی زېږېدلی دی چې هغه مسیح او څښتن دی. او ستاسو دپاره به دا نښه وي چې یو ماشوم به پیدا کړئ چې په اورني کې به تاو شوی وي او په آخور کې به پروت وي.» ناڅاپه د هغې فرښتې سره یو لوی اسماني لښکر راښکاره شو چې د خدای دا ثنا یې ویله:
«خدای ته دې وي جلال په لوړو اسمانونو کې
او سوله او سلامتي دې وي په ځمکه باندې
په هغو خلکو باندې چې ترې راضي دی هغه»
(۳) د عیسی مسیح کیسه
یحیی د خدای نېغه لاره اعلانوي او د یو ډېر زورور پیغمبر د راتګ په اړه پېشګویي کوي

په هغو ورځو کې تعمید غسل ورکوونکی یحیی راغی او د یهودیې په دښته کې یې وعظ کاوه او ویل یې: «توبه وباسئ، ځکه چې اسماني پاچاهي نژدې ده.»دا هغه څوک دی چې اشعیا نبي د هغه په هکله خبرې کړې او ویلي یې وو: یو څوک په دښته کې نارې وهي: «د څښتن دپاره لاره تیاره کړئ، لاره ورته سمه کړئ.»
یحیی داسې کالي اغوستل چې د اوښ د وړیو څخه جوړ شوي وو او د څرمنې کمربند به یې له ملا تړلو او ملخان او ځنګلي شات به یې خوراک ؤ. خلک به د اورشلیم او ټولې یهودیې او د اردن سیند ته د نژدې سیمو څخه هغه ته راتلل. هغوی به په خپلو ګناهونو اقرار کاوه او د اردن په سیند کې یې د یحیی په لاس د تعمید غسل اخیستلو.
خو کله چې یحیی ولیدل چې ډېر فریسیان او صدوقیان د تعمید غسل د اخیستلو دپاره راځي، نو هغوی ته یې وویل: «ای د مارانو بچیانو! تاسو ته چا خبرداری درکړی دی چې د راتلونکي غضب څخه وتښتئ؟ نو بیا داسې کارونه وکړئ چې دا وښایي چې تاسو د ګناهونو نه توبه ویستلې ده. د خپلو ځانونو سره داسې مه وایئ چې په مونږ به هېڅ هم نه کیږي، ځکه چې ابراهیم زمونږ نیکه دی. زه تاسو ته وایم چې خدای کولای شي د دې تیږو څخه هم ابراهیم ته اولادونه پیدا کړي. همدا اوس د ونو بېخونو ته تبر نیول شوی دی او هره ونه چې ښه مېوه نه نیسي هغه به ووهل شي او په اور کې به واچول شي. زه تاسو ته د توبې ویستلو په خاطر په اوبو باندې د تعمید غسل درکوم، خو زما څخه وروسته چې څوک راروان دی، هغه زما څخه ډېر زورور دی. زه د هغه د څپلیو د راپورته کولو لایق هم نه یم. هغه به تاسو ته په روح القدس او اور د تعمید غسل درکړي. هغه خپله ښاخۍ په لاس کې نیولې ده او په هغې باندې به خپل درمند پاکوي. غنم به په ګودام کې ټولوي، خو بوس به په هغه اور کې سوځوي چې هېڅکله نه مړ کیږي.»
د عیسی مسیح کیسه (۴)
عیسی مسیح د خدای له خوا د قربانۍ وری دی

بله ورځ یحیی ولیدل چې عیسی د هغه خواته راروان دی، نو هغه وویل: «وګورئ، دا د خدای له خوا وری دی چې د نړۍ د خلکو ګناهونه لېرې کوي! دا هماغه دی چې د هغه په هکله ما ویلي وو چې زما څخه وروسته به یو څوک راځي چې زما څخه ډېر لوی دی، ځکه چې زه لا نه وم پیدا شوی چې هغه موجود ؤ. ما هغه نه پېژانده چې هغه به څوک وي، خو زه راغلم چې د اوبو په وسیله د تعمید غسل ورکړم د دې دپاره چې هغه د اسراییلو خلکو ته وروپېژنم.»
بیا یحیی دا شاهدي ورکړه: «ما روح القدس ولیده چې د کوترې په شکل د اسمان نه رانازل شو او په هغه باندې کښېناست. ما هغه نه پېژانده خو هغه چا چې زه یې راولېږلم چې د اوبو په وسیله د تعمید غسل ورکړم ماته ویلي وو: ‹هرکله چې ته ووینې چې په کوم چا باندې روح القدس نازل شي او په هغه باندې کښېني، نو پوه شه چې دا هماغه سړی دی چې د روح القدس په وسیله به د تعمید غسل ورکوي.› ما ولیدل چې داسې وشول او شاهدي ورکوم چې هغه د خدای زوی دی.»
په بله ورځ یحیی بیا د خپلو دوه شاګردانو سره ولاړ ؤ، کله چې هغه ولیدل چې عیسی له هغه ځای څخه تېریږي نو ویې ویل: «وګورئ، دا دی د خدای له خوا د قربانۍ وری!»
د یحیی دوو شاګردانو دا خبره واورېدله او عیسی پسې روان شول.
(۵) د عیسی مسیح کیسه
عیسی مسیح یو شل ته شفا ورکوي

یوه ورځ کله چې عیسی تعلیم ورکاوه، ځینې فریسیان او د شریعت عالمان چې د جلیل د هر کلي، یهودیې او اورشلیم څخه راغلي وو، هلته ناست وو او عیسی د خدای په قدرت سره ناروغان روغول. په دې وخت کې څو کسانو چې یو شل سړی یې په کټ کې راروان کړی ؤ، راغلل. هغوی هڅه کوله چې هغه دننه کور ته بوځي او د عیسی په مخکې یې کېږدي. خو د ګڼېګوڼې له امله یې لاره ونه موندله ترڅو هغه دننه بوځي. نو هغه شل سړی یې پاس بام ته پورته کړ، د پخو خښتو په منځ کې یې یو سوری جوړ کړ او هغه یې په کټ کې لاندې راښکته کړ او د ګڼېګوڼې په منځ کې یې د عیسی په مخکې کېښود. کله چې عیسی د هغوی ایمان ولید نو هغه سړي ته یې وویل: «وروره! ستا ګناهونه وبخښل شول.» هغه وخت د شریعت عالمانو او فریسیانو یو له بله سره بحث پیل کړ: «دا سړی څوک دی چې کفر وایي؟ ایا بې له خدایه څوک کولای شي چې ګناهونه وبخښي؟» عیسی د هغوی په خیالونو پوه شو او ورته ویې وویل: «تاسو ولې په خپلو زړونو کې داسې فکرونه کوئ؟ ایا دا خبره اسانه ده چې وویل شي چې ستا ګناهونه وبخښل شول یا وویل شي چې پاڅېږه او وګرځه؟ خو زه به تاسو ته ثابته کړم چې د انسان زوی د ځمکې په مخ دا اختیار لري چې ګناهونه وبخښي.» نو هغه شل سړي ته یې وویل: «زه تاته وایم پاڅېږه، کټ دې واخله او خپل کور ته لاړ شه.» نو سمدلاسه هغه سړی د ټولو خلکو په مخکې پاڅېد، خپل کټ یې چې ورباندې پروت ؤ واخیست او په داسې حال کې چې د خدای ثنا یې ویله، خپل کور ته روان شو. هغوی ټول حیران پاتې شول، وېرې واخیستل او د خدای ثنا او صفت یې کاوه او ویل یې: «مونږ نن څه حیرانوونکي شیان ولیدل.»
(۶) د عیسی مسیح کیسه
عیسی مسیح د یو هلک څخه پېریان وباسي

بله ورځ کله چې عیسی د خپلو درېو شاګردانو سره د غره څخه راښکته شو، نو ډېر خلک راغلل چې د هغه سره وویني. ناڅاپه د هغې ډلې څخه یو سړي چیغه کړه: «ای استاذه! زه درته زاري کوم چې زما زوی ته یو نظر وګوره، هغه زما یوازېنی زوی دی. په هغه باندې پېریان راځي او ناڅاپه چیغې ورڅخه وباسي او داسې ټکانونه ورکوي چې د خولې څخه یې ځګونه روان وي. له ډېرو ځپلو وروسته یې په سختۍ سره پرېږدي. ستا شاګردانو ته مې زارۍ وکړې چې پېریان ترې وباسي، خو هغوی ونه شو کولای.» عیسی په ځواب کې وویل: «ای د دې زمانې بېایمانه او بېلارې خلکو! ترڅو پورې به زه ستاسو سره یم او ترڅو پورې به تاسو ته حوصله کوم؟» بیا یې هغه سړي ته وویل: «زوی دې دلته راوله.» هلک لا راروان ؤ چې پېریانو هغه په ځمکه راګوزار کړ او ویې لړزاوه. عیسی پېریانو ته حکم وکړ چې ترې ووځي او هغه هلک یې روغ کړ او هغه یې بېرته خپل پلار ته وسپاره. ټول خلک د خدای لویۍ ته حیران پاتې شول.
(۷) د عیسی مسیح کیسه
عیسی مسیح به د ځمکې په تل کې درې ورځې او درې شپې تېرې کړي

عیسی زیاته کړه: «یوه ونه د هغې د مېوې څخه پېژندل کیږي. که ونه ښه وي، نو مېوه به یې هم ښه وي. که ونه خرابه وي، نو مېوه به یې هم خرابه وي. ای د مارانو بچیانو! تاسو چې داسې بدکاره خلک یئ نو بیا څنګه کولای شئ ښې خبرې وکړئ؟ ځکه کومې خبرې چې په زړه کې وي هغه په خوله راوځي. ښه سړی د خپلې ښې خزانې څخه چې په هغه کې ده، ښه شیان راوباسي او بد سړی د خپلې بدې خزانې څخه بد شیان راوباسي.
زه تاسو ته وایم چې د قیامت په ورځ به هرڅوک د خپلو بېځایه خبرو چې کړي یې دي ځواب وایي. ځکه چې تاسو به په خپلو خبرو بې ګناه او یا ګناهکار وګڼل شئ.»
بیا د شریعت ځینو عالمانو او فریسیانو عیسی ته وویل: «ای استاذه، مونږ غواړو چې یوه معجزه راته وښایې.» خو عیسی په ځواب کې وویل: «د دې زمانې بدکاره او بې ایمانه خلک یوه معجزه غواړي، خو یوازېنۍ نښه چې هغوی ته به وښودل شي هغه د یونس نبي معجزه ده. لکه څنګه چې یونس درې ورځې او درې شپې د یو لوی ماهي په خېټه کې تېرې کړې، نو همداسې به د انسان زوی درې ورځې او درې شپې د ځمکې په تل کې تېرې کړي. د قیامت په ورځ به د نینوا خلک راپورته شي او د دې زمانې خلک به ملامته کړي، ځکه چې هغوی د یونس د وعظ په اورېدلو سره توبه وویستله. خو ګورئ اوس چې څوک دلته دی هغه د یونس نه لوی دی. د شیبا د هېواد ملکه به د قیامت په ورځ راپورته شي او د دې زمانې خلک به ملامته کړي، ځکه چې هغه د نړۍ د بل سر نه راغلې وه چې د سلیمان د حکمت څخه ډکې خبرې واوري. خو ګورئ، اوس دلته یو څوک شته چې د سلیمان نه لوی دی.
(۸) د عیسی مسیح کیسه
د خدای نېغه لار، «زه لاره یم»

عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «خپل زړونه مه ناارامه کوئ. په خدای باندې ایمان ولرئ او په ما باندې هم ایمان ولرئ. زما د پلار په کور کې ډېرې کوټې دي. که داسې نه وای نو ما به تاسو ته ویلي نه وای چې زه ځم چې ستاسو دپاره ځای تیار کړم. کله چې زه لاړم او تاسو دپاره مې ځای تیار کړ، نو بېرته راځم او تاسو د ځان سره وړم، ترڅو په کوم ځای کې چې زه یم هلته به تاسو هم یئ. تاسو پوهېږئ زه چې چېرته ځم هغه لاره درته معلومه ده.» توما وویل: «څښتنه، مونږ نه پوهېږو چې ته چېرته ځې، نو لاره به څنګه وپېژنو؟» عیسی ځواب ورکړ: «زه لاره یم، زه حقیقت یم او زه ژوندون یم. هېڅوک نه شی کولای پرته له زما په وسیله پلار ته ورشي. که چېرې تاسو زه پېژندلی نو زما پلار به مو هم پېژانده. نو دې نه وروسته تاسو هغه پېژنئ او هغه مو لیدلی دی. څرنګه چې تاسو زه وپېژندلم نو زما پلار به هم وپېژنئ او هغه مو لیدلی دی.»
د عیسی بل شاګرد فیلیپوس هغه ته وویل: «استاذه، مونږ ته پلار وښایه نو زمونږ قناعت به حاصل شي.» عیسی هغه ته وویل: «ای فیلیپوسه، دومره موده زه ستاسو سره وم خو بیاهم ما نه پېژنې؟ هر چا چې زه لیدلی یم نو پلار یې هم لیدلی دی. نو بیا ته څنګه وایې چې مونږ ته پلار وښایه؟ ایا په دې باندې باور نه لرې چې زه په پلار کې یم او پلار په ما کې دی؟ زه چې تاسو ته کومې خبرې کوم هغه د خپل ځانه نه کوم، بلکې زما پلار چې په ما کې دی زما په وسیله خپل کارونه کوي. کله چې زه وایم چې زه په پلار کې یم او پلار په ما کې دی، نو په دې باندې باور وکړئ. که زما په خبرو باندې باور نه کوئ نو کوم کارونه چې ما کړي دي د هغو دپاره باور وکړئ. په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې هرڅوک چې په ما باندې ایمان راوړي، نو کوم کارونه چې ما کړي دي، هغه به یې هم وکړي او له دې نه به هم لوی لوی کارونه وکړي، ځکه چې زه خپل پلار ته ورځم. او تاسو چې هرڅه زما په نوم وغواړئ زه به هغه کوم، ترڅو د پلار جلال د زوی په وسیله ښکاره شي. که چېرې تاسو کوم څه زما په نوم زما نه وغواړئ نو زه به یې سرته رسوم.
(۹) د عیسی مسیح کیسه
د خدای وری یعنې عیسی مسیح مړ کیږي

نو بیا پیلاتوس عیسی هغوی ته وروسپاره چې په صلیب باندې یې ځوړند کړي.
نو هغوی عیسی لرې بوتلو. عیسی په داسې حال کې چې خپل صلیب یې په اوږه ؤ د ښار نه ووت او هغه ځای ته چې د سر د کوپړۍ په نوم یادېده او په آرامي ژبه ورته جلجتا وایي، لاړ. په هغه ځای کې هغوی عیسی په صلیب باندې مېخ کړ او د هغه سره یې دوه کسه نور هم چې یو یې یو اړخ او بل یې بل اړخ ته په صلیب باندې ځوړند کړل او عیسی د هغوی په منځ کې ؤ. پیلاتوس امر وکړ چې په یوه تخته باندې دې ولیکل شي او د صلیب په سر باندې دې ولګول شي او هغه لیکنه داسې وه: «عیسی ناصري د یهودیانو پاچا.» ډېرو یهودیانو دا لیکنه ولوستله، ځکه په کوم ځای کې چې عیسی په صلیب باندې ځوړند کړای شو هغه ښار ته نژدې ؤ. دا لوحه په آرامي، لاتینۍ او یونانۍ ژبو لیکل شوې وه. د یهودیانو مشرانو کاهنانو پیلاتوس ته وویل: «تا ولې ولیکل چې هغه د یهودیانو پاچا دی؟ تا باید لیکلي وای چې هغه دعوه کوي چې د یهودیانو پاچا دی.» پیلاتوس ځواب ورکړ: «هرڅه چې ما لیکلي دي، لیکلي مې دي.»
کله چې عسکرو عیسی په صلیب باندې ځوړند کړ نو د هغه کالي یې راواخیستل او په څلورو برخو یې سره ووېشل، هر یو عسکر یوه برخه واخیستله او د هغه کمیس یې هم واخیست. دا کمیس د پاس نه نیولې تر ښکته پورې د یوې ټوټې نه اوبدل شوې وه او هېڅ درز په کې نه ؤ. نو عسکرو یو بل ته سره وویل: «راځئ چې دا څېرې نه کړو او پچه ورباندې واچوو او وګورو چې د چا کیږي.» داسې وشول ترڅو د خدای کلام هغه لیکنه رښتیا شي:
«اچوي پچه دوی زما په جامو
او وېشي یې په خپل منځ کې.»
نو عسکرو همدا کار وکړ.
د هغه صلیب څنګ ته چې عیسی ورباندې مېخ کړای شوی ؤ، د عیسی مور، د هغه ترور، مریم چې د کلوپاس ښځه وه او مریم مجدلیه ولاړې وې. کله چې عیسی خپله مور ولیدله چې د هماغه شاګرد په خوا کې چې په هغه باندې ګران ؤ ولاړه وه، نو هغې ته یې وویل: «مور جانې! دا ستا زوی دی.» بیا یې هغه شاګرد ته وویل: «دا ستا مور ده.» او د هماغه وخت نه هغه شاګرد هغه د خپلې کورنۍ غړې وګڼله.
د هغه نه وروسته عیسی پوه شو چې ټول کارونه سرته رسېدلي دي او هغه وویل: «زه تږی یم.» په دې ډول د خدای د کلام وینا رښتیا شوه. په هغه ځای کې د عادي شرابو نه ډک یو لوښی پروت ؤ. هغوی یو اسفنج په ساده شرابو باندې لوند کړ او د وېلنې د څانګې په سر یې کېښود او د هغه خولې ته یې ونیوه. کله چې عیسی هغه ساده شراب وڅښل نو ویې ویل: «پوره شو!» بیا یې سر ټیټ کړ او خپل روح یې خدای ته وسپاره.
څرنګه چې دا د فسحې د تیارلو ورځ وه او یهودیانو نه غوښتل چې په صلیب باندې د ځوړند شویو مړي د هغه ځانګړي سبت په ورځ پاتې شي، نو هغوی د پیلاتوس نه وغوښتل چې د هغوی پښې ماتې کړي او کله چې هغوی مړه شي نو د صلیب نه یې راښکته کړي. نو عسکر راغلل او د اولني سړي پښې یې چې د عیسی سره په صلیب ځوړند کړای شوی ؤ، ماتې کړې او بیا یې د هغه بل سړي پښې ماتې کړې. خو کله چې عیسی ته راغلل نو ویې لیدل چې هغه لا مخکې مړ شوی دی، نو د هغه پښې یې ماتې نه کړې. خو یو عسکر عیسی په نېزه باندې په بغل کې وواهه او سمدلاسه یې د بدن نه وینې او اوبه راوبهېدلې. یو سړی چې په خپله د دې پېښې شاهد ؤ دغه شاهدي ورکوي او د هغه شاهدي رښتیا ده. هغه پوهیږي چې د څه په هکله خبرې کوي او هغه رښتیا وایي ترڅو تاسو هم ایمان راوړئ. همداسې وشول ترڅو د خدای کلام وینا رښتیا شي چې وایي: «د هغه یو هډوکی به هم مات نه شي.» او په بل ځای کې وایي: «هغوی به هغه سړي ته ګوري چې په نېزه باندې یې سوری کړ.»
(۱۰) د عیسی مسیح کیسه
په قبر کې د درېو ورځو او درېو شپو له تېرولو وروسته، عیسی مسیح بېرته راژوندی کېږي

د یکشنبې په ورځ سهار وختي ښځو هغه تیار کړي خوشبویه تېل د ځان سره واخیستل او قبر ته لاړې. هغوی ولیدل چې تیږه د قبر د خولې نه رغړول شوې وه. کله چې دننه ورغلې، نو د عیسی مسیح مړی یې هلته پیدا نه کړ. هغوی لا حیرانې ولاړې وې چې ناڅاپه دوه سړي چې ځلېدونکي کالي یې اغوستي وو د هغوی په خوا کې ودرېدل. ښځې ووېرېدلې او هغوی خپل سرونه ښکته ونیول، نو هغو سړیو ورته وویل: «تاسو ولې ژوندي په مړو کې لټوئ؟ هغه دلته نشته، هغه راژوندی شوی دی. څه چې هغه درته په جلیل کې ویلي وو، هغه در په یاد کړئ، چې د انسان زوی باید ګناهکارانو ته په لاس ورکړل شي، په صلیب به وځړول شي او په درېمه ورځ به بیا راژوندی شي.» بیا هغو ښځو ته د عیسی خبرې ور په یاد شوې. کله چې هغوی بېرته د قبر څخه راغلې نو یوولس رسولان او نور ټول یې د دې پېښې څخه خبر کړل.
(۱۱) د عیسی مسیح کیسه
بیا راژوندی شوی عیسی مسیح خپلو شاګردانو ته ځان ښکاره کوي

په هماغه ورځ د عیسی د پیروانو څخه دوه تنه د عماوس په نوم یو کلي ته چې د اورشلیم څخه یوولس کیلومتره لېرې دی روان وو. هغوی له یو بل سره د دې ټولو پېښو په هکله خبرې کولې. هغوی لا یو د بل سره خبرې او بحث کاوه چې خپله عیسی راغی او د هغوی سره یوځای شو. دوی عیسی ولید، خو د هغوی سترګې داسې شوې لکه چې وتړل شي او هغه یې ونه پېژانده. عیسی هغوی ته وویل: «تاسو په لاره کې د څه شي په هکله یو د بل سره بحث کاوه؟» هغوی ودرېدل او غمجن ښکاره کېدل. په دوی کې یو تن چې کلیوپاس نومېده د هغه څخه پوښتنه وکړه: «ایا ته په اورشلیم کې یوازېنی مسافر یې چې له دې څخه خبر نه یې چې په تېرو څو ورځو کې هلته څه پېښ شوي دي؟» عیسی پوښتنه وکړه: «څه شوي دي؟» هغوی ځواب ورکړ: «هغه څه چې د عیسی ناصري سره وشول. هغه د خدای او ټولو خلکو په نظر کې په وینا او عمل دواړو کې یو زورور پیغمبر ؤ. خو زمونږ مشرانو کاهنانو او واکمنانو هغه پیلاتوس ته وسپاره چې د مرګ سزا ورته ورکړل شي او هغه یې په صلیب ځوړند کړ. مونږ هیله درلوده چې همدا سړی به اسراییلو ته خلاصون ورکوي. خو نن درېمه ورځ ده چې دا کار شوی دی. برسېره پر دې، زمونږ د ډلې څو ښځو مونږ حیران کړو. هغوی نن سهار وختي د هغه قبر ته تللې وې، خو د هغه مړی یې پیدا نه کړ. هغوی بېرته راغلې او ویل یې چې په رویا کې یې فرښتې ولیدلې چې دوی ته یې وویل چې هغه ژوندی دی. بیا زمونږ یو څو کسان قبر ته لاړل او څه چې هغو ښځو ویلي وو هغه یې ولیدل، خو عیسی یې ونه لیده. «
عیسی هغوی ته وویل: «تاسو څومره ناپوهه یئ او د پیغمبرانو د ویناوو په منلو کې زړه نا زړه یئ. ایا دا ضروري نه وه چې مسیح دا کړاوونه وویني او بیا دې خپل جلال ته ورسیږي؟» بیا عیسی د موسی د تورات څخه نیولې د ټولو پیغمبرانو تر لیکنو پورې چې د خدای په کلام کې خپله د هغه په هکله لیکل شوي وو، هغوی ته بیان کړل.
کله چې دوی هغه کلي ته ورنژدې شول چې ورته روان وو، نو عیسی داسې وکړل چې ګوندې هغه نور هم مخکې ځي. خو هغوی ټینګار وکړ او ویې ویل: «زمونږ سره پاتې شه، ځکه چې ورځ په تېرېدو ده او ماښام نژدې دی.» نو عیسی کور ته ننوت چې د هغوی سره پاتې شي. کله چې عیسی د هغوی سره دسترخوان ته کښېناست نو ډوډۍ یې راواخیستله، شکر یې پرې وویست، ماته یې کړه او هغوی ته یې ورکړه. ناڅاپه د هغوی سترګې وغړېدلې او عیسی یې وپېژانده، خو هغه د هغوی د نظر څخه پناه شو. هغوی یو بل ته وویل: «کله چې په لاره کې هغه زمونږ سره خبرې کولې او د خدای کلام یې راته بیانولو، ایا زمونږ زړونه په جوش رانغلل؟»
هغوی سمدلاسه راپاڅېدل او بېرته اورشلیم ته لاړل. هلته یې ولیدل چې یوولس رسولان او نور خلک سره راټول شوي وو او ویل یې چې عیسی په رښتیا راژوندی شوی او شمعون ته ښکاره شوی دی. نو په لاره کې چې څه شوي وو هغو دواړو شاګردانو هغوی ته بیان کړل او ورته ویې ویل چې څنګه یې عیسی د ډوډۍ ماتولو په وخت کې وپېژانده.
هغوی لا د دې پېښو په هکله خبرې کولې چې ناڅاپه عیسی د هغوی په منځ کې ودرېد او هغوی ته یې وویل: «په تاسو دې سلامتي وي.» هغوی ټکان وخوړ او سخت ووېرېدل، ځکه ګومان یې کاوه چې د مړي ارواح ویني. خو عیسی هغوی ته وویل: «ولې دومره وارخطا یئ؟ ستاسو په زړونو کې ولې داسې شکونه پیدا کیږي؟ زما لاسونو او پښو ته وګورئ او وګورئ چې دا زه خپله یم. په ما لاس کېږدئ نو بیا به پوه شئ، ځکه چې ارواح غوښه او هډوکي نه لري او لکه څنګه چې تاسو یې وینئ، زه یې لرم «.کله چې هغه دا وویل نو خپل لاسونه او پښې یې هغوی ته وښودل. هغوی د ډېرې خوشحالۍ او حیرانتیا له امله نه شو کولای چې بیاهم په دې باور وکړي، نو عیسی د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «ایا ستاسو سره دلته د خوړلو دپاره څه شته؟ «هغوی ورته یوه ټوټه کباب شوی ماهي ورکړ، نو هغه یې واخیست او د هغوی په مخکې یې وخوړ.
بیا عیسی هغوی ته وویل: «دا زما هغه خبرې دي چې کله زه ستاسو سره وم او تاسو ته به مې ویل چې هغه څه چې د موسی په تورات، د پیغمبرانو په لیکنو او د زبور په کتاب کې زما په هکله لیکل شوي دي، باید رښتیا شي«. بیا یې د هغوی ذهنونه روښانه کړل، ترڅو د خدای په کلام پوه شي او هغوی ته یې وویل: «همدارنګه لیکل شوي دي چې مسیح باید کړاوونه وویني او مړ شي او په درېمه ورځ به بیا راژوندی شي، او د هغه په نامه به ټولو قومونو ته دا پیغام ورسول شي چې توبه وباسي او خدای به یې ګناهونه وبخښي او پیل به یې له اورشلیم څخه وي. تاسو د دې ټولو شیانو شاهدان یئ. او ګورئ، هغه څه چې زما پلار یې وعده کړې ده، درلېږم. خو باید تر هغې پورې په دې ښار کې پاتې شئ، ترڅو په تاسو باندې اسماني قوت نازل شي«.
(۱۲) د عیسی مسیح کیسه
د عیسی مسیح لومړني پیروان

کله چې خلکو دا واورېدل، نو زړونه یې مات شول. هغوی پطروس او نورو رسولانو ته وویل: «ای ګرانو دوستانو! مونږ باید څه وکړو؟» پطروس هغوی ته وویل: «تاسو هر یو باید د خپلو ګناهونو نه توبه وباسئ او د عیسی مسیح په نوم د تعمید غسل واخلئ، په دې ډول به ستاسو ګناهونه وبخښل شي او روح القدس به د یو نعمت په توګه تر لاسه کړئ. ځکه چې دا وعده ستاسو سره، ستاسو د اولادونو او هغو خلکو سره ده چې په لېرې ځایونو کې اوسیږي، یعنې د هغو ټولو سره چې زمونږ څښتن خدای یې خپل ځان ته رابولي.» پطروس هغوی ته نورې ډېرې خبرې وکړې او هغوی ته یې خبرداری ورکړ او ویې ویل: «خپل ځانونه د دې زمانې د بدکارو خلکو څخه وساتئ.» کومو خلکو چې د پطروس پیغام ومانه، نو هغوی ته د تعمید غسل ورکړل شو. په هغه ورځ شاوخوا درې زره کسان د ایماندارانو د ډلې سره یوځای شول.
ایماندارانو خپل وخت د رسولانو څخه د تعلیم په اورېدلو، د یو بل سره په ملګرتیا، په ګډه سره د ډوډۍ په خوړلو او دعا کولو تېراوه. د هغو حیرانوونکو کارونو او معجزو له امله چې د رسولانو په وسیله به ښودل کېدلې، د ټولو په زړونو کې به وېره پیدا کېدله. ټول ایمانداران به سره راټولېدل او هغوی چې هرڅه لرل نو ټول به په کې شریک وو. ۴۵هغوی به خپل مال او جایداد خرڅاوه او هر یو ته به یې د هغه د اړتیاوو له مخې پیسې ورکولې. هغوی به هره ورځ د خدای په کور کې سره راټولېدل او په خپلو کورونو کې به یې په خوشحالۍ او اخلاص یوځای ډوډۍ خوړله. هغوی به د خدای ثنا ویله او ټول خلک ترې خوشحاله وو او هره ورځ به چې څومره خلکو خلاصون مونده، نو څښتن به د هغوی په ډله کې شاملول.