د ښځو لپاره کیسې

لومړی واده

څه وخت چې څښتن خدای آسمانونه او ځمکه جوړ کړل، تر هغه وخته پورې لا هيڅ واښه يا نور بوټي راشنه شوي نه ؤو، ځکه چې څښتن خدای باران نه ؤ اورولی او څوک نه ؤ چې په ځمکه باندې کار وکړي. نو د ځمکې څخه د اوبو ويالې راووتلې او د ځمکې مخ ته يې اوبه ورکړې

څښتن خدای خاوره راواخيستله او د هغې څخه يې آدم جوړ کړ او د هغه په پوزه کې يې د ژوندون روح پو کړ او هغه ژوندی بدن شو

څښتن خدای په عدن کې لمرخاته خواته يو باغ جوړ کړ او هغه انسان چې هغه جوړ کړی ؤ هغه يې په دې باغ کې واچاوه. خدای پاک په دې باغ کې هر قسم ښايسته او مېوه دارې ونې راشنې کړلې او د باغ په منځ کې دوه نورې ونې وې. يوه د ژوندانه ونه او بله د ښو او بدو د پېژندلو ونه

د عدن څخه يو سيند جاري شو چې باغ ته اوبه ورکړي او دا سيند بيا په څلورو سيندونو باندې ووېشل شو. د اولني سيند نوم فيشون دی چې د حويلې په ټوله ځمکه باندې راتاو شوی دی او هلته سره زر دي، چې د هغه ځای سره زر ډېر ښه دي. د خوشبويۍ مواد او قيمتي تيږې هم په کې پيدا کيږي. دوهم يې د جيحون سيند دی چې د کوش د ټولې ځمکې څخه راتاو شوی دی. دريم سيند د دجلې په نوم ياديږي چې د آشور لمرخاته خواته بهيږي او څلورم د فرات سيند دی

نو څښتن خدای حضرت آدم د عدن په باغ کې واچاوه چې د هغه خدمت او ساتنه وکړي. څښتن خدای حضرت آدم ته وفرمايل: ”د باغ د ټولو ونو څخه مېوه خوړلی شې. مګر د ښو او بدو د پېژندلو د ونې څخه نه، ځکه کله چې د هغې ونې مېوه وخورې بې شکه چې مړ به شې.“

څښتن خدای وفرمايل: ”دا ښه نه ده چې آدم دې يوازې اوسي، زه به د هغه دپاره يو مناسب ملګری جوړوم چې د هغه سره مرسته وکړي نو بيا څښتن خدای د خاورې څخه ټول حيوانات او مرغان جوړ کړل او هغه يې حضرت آدم ته راوستل ترڅو وګوري چې په هغوى باندې کوم نوم ږدي. په دې ترتيب سره په هغوى ټولو باندې نومونه کېښودل شول. بيا حضرت آدم په ټولو کورني او وحشي حيواناتو او مرغانو باندې نومونه کېښودل

د هغوى څخه يو هم د حضرت آدم دپاره مناسب ملګری نه ؤ. نو څښتن خدای حضرت آدم په درانه خوب باندې ويده کړ او د هغه د پوښتيو څخه يې يوه راواخيستله او د هغې ځای يې په غوښه باندې ډک کړ. څښتن خدای د هغې پوښتۍ څخه ښځه جوړه کړه او هغه يې حضرت آدم ته راوستله. حضرت آدم وفرمايل

!دلته اوس زما په شان يو څوک شته

هډوکی يې زما د هډوکي څخه اخيستل شوی او غوښه يې زما له غوښې څخه

.”د هغې نوم ښځه ده ځکه چې هغه د سړي څخه اخيستل شوې ده

.له همدې کبله سړی خپل مور او پلار پرېږدي او د خپلې ښځې سره يوځای شي او سره يو وجود شي

.سره د دې چې حضرت آدم او د هغه ښځه دواړه لوڅ ؤو، خو دوى نه شرمېدل


د اوﻻد د زېږولو د دردونو اصل

د هغو ټولو وحشي حيواناتو د ډلې څخه چې څښتن خدای جوړ کړي ؤو، مار ډېر مکرجن ؤ. يوه ورځ هغه ښځې ته راغی او پوښتنه يې ورڅخه وکړه: ”آيا په رښتيا سره خدای پاک تاسو ته ويلي دي چې په باغ کې د هيڅ يوې ونې مېوه ونه خورئ؟

ښځې ځواب ورکړ: ”خدای پاک فرمايلي دي چې مونږ کولی شو د باغ د ټولو ونو د مېوو څخه وخورو، بې له هغې ونې څخه چې د باغ په منځ کې ده. هغه مونږ ته فرمايلي دي چې د هغې ونې مېوه مه خورئ حتیٰ هغې ته لاس هم مه وروړئ، که داسې مو وکړل نو تاسو به مړه شئ

مار ښځې ته وويل: ”ډاډه اوسئ تاسو به مړه نشئ.  خدای پاک پوهيږي چې که چېرې تاسو د دې ونې مېوه وخورئ نو ستاسو سترګې به خلاصې شي او تاسو به د خدای پاک په شان شئ او په ښو او بدو شيانو باندې به پوه شئ.“  ښځې ونې ته په ځير وکتل او هغه ونه د هغې په نظر کې ښکلې او مېوه يې خوندوره ښکاره شوه، فکر يې وکړ چې دا ونه به د پوهې د حاصلولو دپاره څومره ښه وي. نو هغه مېوه يې راواخيستله او ويې وخوړله او خپل مېړه ته يې چې د هغې سره ؤ هم ورکړه او هغه هم وخوړله. په هماغه وخت کې د هغوى سترګې وغړېدلې او پوه شول چې لوڅ دي نو د انځر پاڼې يې يو تر بله سره وګنډلې او ځانونه يې ورباندې پټ کړل

مازديګر کله چې باد لګېده، حضرت آدم او د هغه ښځې د څښتن خدای د قدمونو آواز واورېد چې په باغ کې ګرځېده. هغوى ووېرېدل او ځانونه يې د ونو ترشا پټ کړل. څښتن خدای په حضرت آدم باندې غږ وکړ: ”ته چېرته يې؟

هغه ځواب ورکړ: ”په باغ کې مې ستا د قدمونو آواز واورېد، ووېرېدم او خپل ځان مې پټ کړ ځکه چې لوڅ وم

خدای پاک ورڅخه پوښتنه وکړه: ”تاته چا وويل چې لوڅ يې؟ آيا د هغې ونې مېوه دې خوړلې ده چې ما درته ويلي ؤو چې هغه مه خوره؟

حضرت آدم وفرمايل: ”هغې ښځې چې تا ماته راکړې ده، دا مېوه راکړه او ما وخوړله

نو څښتن خدای د ښځې څخه پوښتنه وکړه: ”تا څه وکړل؟

ښځې ځواب ورکړ: ”مار زه وغولولم او ما هغه مېوه وخوړله

نو څښتن خدای مار ته وويل: ”په دې سبب چې تا دا کار کړی دی ته به د نورو ټولو کورني او وحشي حيواناتو څخه زيات لعنتي يې! ټول عمر به په سينه باندې ښوئېږې او خاورې به خورې. زه به داسې وکړم چې ته او دا ښځه به د يو بل څخه کرکه کوئ. ستا د نسل او د ښځې د نسل ترمنځ به همېشه دښمني وي. هغه به ستا سر ټکوي او ته به د هغه پونده چيچې

څښتن خدای ښځې ته وفرمايل: ”د اوﻻد د زېږولو په وخت کې به ستا دردونه زيات کړم، خو ته به د مېړه شوق کوې او هغه به په تا باندې حکم چلوي

څښتن حضرت آدم ته وفرمايل: ”دا چې تا د خپلې ښځې خبره اورېدلې ده او د هغې ونې مېوه دې وخوړله چې ما درته ويلي ؤو چې هغه ونه خورې، نو دا ځمکه ستا په سبب لعنتي شوه او ته به ټول عمر د هغې څخه په ډېر زحمت سره خوراک ﻻس ته راوړې.  ځمکه به هرزه بوټي او اغزي راشنه کوي او ته به ځنګلي بوټي خورې. د خپل تندي په خولو باندې به خواړه خورې، تر هغه وخته پورې چې بېرته هغې خاورې ته وروګرځې د کومې څخه چې جوړ شوی يې، ځکه چې ته خاوره يې او بېرته به خاورې ته ورګرځې

حضرت آدم په خپلې ښځې باندې حوا نوم کېښود ځکه چې هغه به د ټولو انسانانو مور وي. څښتن خدای د حضرت آدم او د هغه د ښځې دپاره د حيوان د پوستکي څخه کالي جوړ کړل او هغوى ته يې ورواغوستل

WordPress.com پر بلاگ.

Up ↑